ایران د اسلامي ملګرتیا تنظیم د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80939-ایران_د_اسلامي_ملګرتیا_تنظیم_د_بیړنۍ_غونډې_غوښتنه_وکړه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا د اسلامي ملګرتیا سازمان د پړاویز مشر په توګه د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره په ټیلیفوني خبرو کښې په نیوزیلینډ کښې د ترهګرې حملې او په کښې د مسلمانانو د وژل کیدو په غندلو سره، دغه بوږنونکي جنایت ته د اسلامي هیوادونو د مناسب غبرګون غوښتونکی شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 16, 2019 04:10 Asia/Kabul
  • ایران د اسلامي ملګرتیا تنظیم د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا د اسلامي ملګرتیا سازمان د پړاویز مشر په توګه د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره په ټیلیفوني خبرو کښې په نیوزیلینډ کښې د ترهګرې حملې او په کښې د مسلمانانو د وژل کیدو په غندلو سره، دغه بوږنونکي جنایت ته د اسلامي هیوادونو د مناسب غبرګون غوښتونکی شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا د اسلامي ملګرتیا سازمان د پړاویز مشر په توګه د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره په ټیلیفوني خبرو کښې په نیوزیلینډ کښې د ترهګرې حملې او په کښې د مسلمانانو د وژل کیدو په غندلو سره، دغه بوږنونکي جنایت ته د اسلامي هیوادونو د مناسب غبرګون غوښتونکی شو.

د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف په دغه ټیلیفوني اړیکه کښې، یادې ترهګرې پيښې او په نیواکي فلسطین کښې د مسلمانانو جومات ته د اسرائیلي پوځیانو سپکاوي ته په پام سره وړاندیز وکړ چې د اسالمي ملګرتیا سازمان دې د ولسمشرانو یا خارجه وزیرانو په سویه سمدستي یوه بیړنۍ غونډه ترسره کړي.

له بلې خوا د ایران د خارجه وزارت ویاند بهرام قاسمي هم پرون د نیوزي لینډ له حکومته وغوښتل چې د دغه توکمپال اقدام د عاملانو د زرترزره پيژندلو ترڅنګ دې له هغوي سره له هر ډول ملاحظې پرته په پوره عدل او انصاف سره چلند وشي.