د ایران د پارلیمان استازو د نیوزي لینډ ترهګره حمله وغندله
د ایران د اسلامي شورا غړو په یوه بیانیه کښې په نیوزي لینډ کښې شوې ترهګره حمله په کلکه غندلې ده.
د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) د نمایندګانو په بیانیه کښې راغلي دي: د نیوزي لینډ ترهګرې حملې ثابته کړه چې د نړيوالو مستکبرانو لپاره بشري حقوق او د انساني ژوند حق یوازې د خپلو غیرانساني اهدافو د پرمخ بیولو لپاره یو اوزار دی.
هغوي په دغه خبرپاڼه کښې د اسلام او مسلمانانو له نومه له هر ډول ناوړه استفادې سره د مقابلې او د ترهګرو په وړاندې د دوه ډوله معیارونو د کارونې د مخنیوي په ضرورت ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې په نیوزي لینډ کښې وسله والو ترهګرو د جمعې په ماسپښین د دغه هیواد په کرایسټ چرچ ښار کښې په لینووډ او النور نومې دوو جوماتونو کښې په موجودو لمونځ کونکو ناتار ډزې وکړې چې له امله یې پنځوس مسلمانان مړه او پنځوس نور زخمي شوي دي.