بې اجازې راغلي بهرني ځواکونه دې له سوریې ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i80970-بې_اجازې_راغلي_بهرني_ځواکونه_دې_له_سوریې_ووځي
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز وویل: کوم ځواکونه چې د سوریې له حکومت سره له غږملتیا پرته په دغه هیواد کښې شتون لري، زر یا پس به له سوریې ووځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2019 01:21 Asia/Kabul
  • بې اجازې راغلي بهرني ځواکونه دې له سوریې ووځي

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز وویل: کوم ځواکونه چې د سوریې له حکومت سره له غږملتیا پرته په دغه هیواد کښې شتون لري، زر یا پس به له سوریې ووځي.

جنرال محمد باقري پرون د سوریې پلازمینې دمشق ته د رسیدو په وخت وویل: کوم بهرني ځواکونه چې د سوریې د حکومت له اجازې پرته په دې هیواد کښې موجود دي، د ایران، سوریې او عراق په درې اړخیزه غونډه کښې به یې په اړه څیړنه وشي.

هغه زیاته کړه چې سوریې ته یې د سفر موخه د ایران، سوریې او عراق په درې اړخیزه غونډه کښې ګډون دی څو په سیمه کښې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې د دوام په هکله تازه غږملتیا او پریکړې وکړي.

جنرال باقري هم داشان وویل چې د سوریې او عراق له پوځي چارواکو سره په جلاجلا ملاقاتونو کښې به له دغو دواړو هیوادونو سره د ایران د وسله والو ځواکونو د ملګرتیاؤ په لړ کښې هم سلامشورې وکړي.

د ویلو ده چې په دې تیرو څو کلونو کښې د ایران، سوریې، عراق او روسیې او د مقاومت د چورلیز ترمینځ ډیرې مناسبې غږملتیاوې شوې دي چې له ترهګرۍ سره په مقابله کښې د پام وړ بریاؤ سبب شوې دي.