جنرال باقري د سوریې عملیاتي سیمو ته لاړ
د ایران د پوځ لوې درستیز په دیر الزور، المیادین او البوکمال کښې د سوریې د عملیاتي سیمو مینځ ته په ورتګ سره د سوریې له جنګیالیو او ایراني سلاکارانو سره خبرې اترې وکړې.
جنرال محمد باقري د سوریې ختیځ ته په سفر کښې د هغو وروستیو پاتې سیمو د پاکونې لپاره د دغه هیواد د پوځ او ولسي ځواکونو د عملیاتو طریقه چې د امریکې او د عربو مرتجع هیوادونو په ملاتړ سره د داعش ترنیواک لاندې دي، وڅیړله.
جنرال باقري هم دا شان د عراق او سوریې صفر سرحدي سیمې ته په ورتګ او د دغې سټراټیجکې سیمې په کتنې سره، د داعش تکفیري ډلې ترهګرو تر ۲۰۰ میټرۍ پورې نزدې ورغی.
هغه همداشان له المیادین او دیر الزور څخه هم کتنه وکړه او په هره سیمه کښې یې له قومندانانو او جنګیالانو سره ولیدل.
هغه په دغه کتنو کښې د ترهګرو له شتونه د سوریې د خاورې په بشپړې پاکونې باندې په ټینګار سره یوځل بیا ټینګار وکړ چې پردي او بهرني ځواکونه باید له سوریې ووځي.