اصلي کار د سیلاب د ورانیو بیا رغونه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81310-اصلي_کار_د_سیلاب_د_ورانیو_بیا_رغونه_ده
د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: مسئولانو ته مې په کلکه ویلي دي چې اصلي کارونه د سیلاب له امله د رامینځته شویو ورانیو بیاسمول او د تاوانونو جبیره کول دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2019 11:09 Asia/Kabul
  • اصلي کار د سیلاب د ورانیو بیا رغونه ده

د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: مسئولانو ته مې په کلکه ویلي دي چې اصلي کارونه د سیلاب له امله د رامینځته شویو ورانیو بیاسمول او د تاوانونو جبیره کول دي.

د رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) د مبعث د اختر د نیکمرغه کلیزې په ورځ حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د نظام د مسئولانو، د اسلامي هیوادونو د سفیرانو او د مختلفو پرګنو د یوه ډله خلکو په کتنه کښې، د ایران په ځینو ولایتونو کښې د سیلاب پيښې ته په اشارې سره زیاته کړه: په دې پیښه کښې د خلکو کوششونه او د پیوستون روحیه او په خپلو کښې یې رضاکارانه مرستې ډیرې ښې وې او د ایران ولس د زړه له تله میدان ته ورودانګل او په امدادي کارونو کښې یې د مسئولانو مرسته وکړه او مسئولانو هم د خلکو په ملاتړ سره ابتدايي کارونه ډیره په غوره طریقه ترسره کړی شول.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په دوام کښې د مبعث موضوع ته په اشارې سره، په مختلفو ټولنو کښې د پيغمبرانو راتګ د توحید او عبودیت په لورنیونه او له طاغوته په ډډه کولو کښې یو ستر خوځښت وباله او ټینګار یې کړ چې طاغوت په حقیقت کښې د توحیدي حرکت همهغه مقابل لوری او بهیر دی چې نن سبا یې مثال د امریکې او د ځینو نورو هیوادونو ولسمشران دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: له کلونو راهیسې د صهیونیسټي رژیم تیري د طاغوت د جنګ جوړونې څرګنده نمونه او د فلسطیني مجاهدانو او د لبنان د حزب الله مقابله او هم دا شان د ایران د ولس اته کلنه دفاع د خدای په لاره کښې د جهاد څرګند مثال دی.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي انقلاب د رسول الله مبارک د بعثت دوام دی، زیاته کړه: له جمهوري اسلامي نظام سره د دښمنۍ وجه همهغه د توحید له جبهې سره د طاغوت د جبهې دښمني ده او دا چې ویل کیږي ځان ته دښمنان مه جوړوئ، یوه ناسمه خبره ده ځکه چې د طاغوت جبهه د توحیدي حرکت له اصل او هویت سره مخالفه ده او امریکا او د آل سعود په شان د هغې نوکران، د توحید په لاره له تګه له لاس اخیستو په کمه نه راضي کیږي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: که د ایران ولس لکه څنګه چې تراوسه تګ کړی دی، خپله لاره جاري وساتي نو خامخا به په دښمنانو یعنې امریکې او د هغې په ملګرو باندې به بریالی شي.