امریکا د اقتصادي ترهګرې رول لوبوي
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: امریکا د ایران په ولس او حکومت باندې په اقتصادي دباؤ سره د اقتصادي ترهګرې رول لوبوي.
د ایران د پارلیمان مشر علي لاریجاني چې په یو سل څلویښتمې نړیوالې بین المجالس غونډې کښې د ګډون په موخه د قطر دوحې ته تللی، پرون یې الجزیره ټي وي چینل ته په یوه مرکه کښې زیاته کړه: امریکې یو وخت په عراق کښې داعش ډله جوړه کړه څو دغه ترهګره ډله د اسلامي هیوادونو ترمینځ مسئله جوړه کړي خو نن سبا د سیمې په ځینو هیوادونو باندې په دباؤ سره د اقتصادي ترهګرې رول لوبوي.
لایجاني د ایټمي موافقې او ورڅخه د امریکې د وتنې په هکله هم وویل: هیڅ وجه نشته چې ایران په هغې موافقې پابند پاتې نه شي چې د یو ستونزه جوړونکي هیواد پرته یې ټوله دنیا پابنده ده.
هغه د ایران د ولس خلاف د امریکې یواړخیزو بندیزونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: ایران یو ستر هیواد دی چې ماهر انساني ځواک او پریمانه وسائل لري او په دې اقداماتو نه شي خرابیدی.
لاریجاني د ایرن د بهرني سیاست په هکله هم وویل چې اسلامي ایران په بهرني سیاست کښې باوري دی چې د سیمې له هیوادونو سره صمیمانه اړیکې لرل پکار دي او دا چاره د اسلامي انقلاب له پیل څخه تعقیبیږي.
د ایران د پارلیمان مشر د خپل هیواد د ایټمي پروګرام په هکله هم وویل: ایران په ایټةي مسائلو کښې د هیڅ کوم هیواد مرسته نه ده اخیستې او نن هم په ایټمي چارو کښې د ایران له موقعیت انکار نه شي کیدی.
هغه په سوریې کښې د روسیې د شتون او له ایران سره یې د ملګرتیاؤ په هکله وویل: په سوریې کښې له ترهګرو سره د چلند په هکله د ایران او روسیې ترمینځ رغنده خبرې اترې روانې دي په داسې حال کښې چې امریکایان تل په پټه د ترهګرو مرسته کوي او ورته مهال وايي چې له سوریې د وتلو په لټه کښې دي.
د ایران د مقننه قوې مشر هم داشان وویل: امریکې په ایران کښې د راغلي سیلاب په لړ کښې د ایران د سرې میاشتې له کمیټې سره د نړیوال سره صلیب او د نورو هیوادونو د مرستو مخه ونیوله چې د امریکې دا کار له اقتصادي ترهګرۍ پرته بل نوم نه لري.
د ایران د اسلامي شورا مشر په دوحه کښې د نړیوالې بین المجالس اتحادیې په غونډه کښې هم وویل: د امریکې دوه ډوله او ګستاخانه کړچارونو نړیواله صلحه او امنیت ګډوډ کړي دي.