ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81393-ورځپاڼو_ته_د_کتنې_پروګرام
د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو ښې چارې اوس به مطبوعاتو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2019 07:48 Asia/Kabul
  •  که چیرې امریکا  دترهګرو ډلو په فهرست کښې د سپاه پاسدارن نوم شامل کړي نو ایران به مقابل اقدام ترسره کړي.
    که چیرې امریکا دترهګرو ډلو په فهرست کښې د سپاه پاسدارن نوم شامل کړي نو ایران به مقابل اقدام ترسره کړي.

د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو ښې چارې اوس به مطبوعاتو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه راوخلو او مهم سرټکی به یې له تاسو سره شریک کړو .

د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک مشر محمد علی جعفری دترهګرو ډلو په فهرست کښې د اسلامی انقلاب د پاسداران ځواک د نوم په شاملولو کښې دامریکا د احتمالی اقدام په هکله د خبرونو خپریدا ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ د داډول لیونتوب په بڼه کښې به دامریکا پوځ او ځواکونه په مینځنی ختیځ (لویدیځې اسیا)کښې هیڅ ارامښت ونه وینی .

دایران د پارلمان دوه سوه پینځه پنځوسو(۲۵۵) استازیو د اسلامی انقلاب  سپاه پاسداران ځواک د ملاتړ په ترڅ کښې ټینګار وکړ که چیرې امریکا  دترهګرو ډلو په فهرست کښې د سپاه پاسدارن نوم شامل کړی نو ایران به مقابل اقدام ترسره کړی.

دامریکا دشمیرنې د مرکز داعلان پراساس هر کال دهغو پولیسو شمیر چې د دندې د ترسره کولو په وخت ځانونه وژنی زیاتیږی او د امریکا په پولیسو کښې خودکشۍ  ترټولو بدې سویې ته رسیدلی ده .

د سوریې عسکرو په ادلب او حماه کښې دالنصره ترهګرې ډلې په مرکزونو حملې وکړې .

دلبنان پخوانی ولسمشر امیل لحود(Émile Lahoud) وویل تکفیری ډلې د عربو هیوادونو په پیسو سره  په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم پروګرامونه اجرا کوی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل دوه پنځوس(۵۲) کاله وو چې د جولان دلوړو(Golan Heights) مشکل حل شوی نه وو او ما هغه سمدستی حل کړ.

د انګلستان ډیلی سټار ورځپاڼې وویل په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو د تولید او دقاچاق ټول پړاونه دامریکا د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای (CIA) ترڅارنې لاندې ترسره کیږی .

دعربی نړۍ مشهور لیکوال او د« رای الیوم» ورځپاڼې مسول چلونکی «عبدالباری عطوان» د لیبیا د روانو خونړیو پیښو په هکله په یوې(۱) شننې کښې وویل دلیبیا جنګ د امریکا په اجازې او دسعودی عربستان په مرستې سره پیل شوی او لیبیا به نورې خونړۍ ورځې ووینی .

د وینیزویلا د قانونی ولسمشر «نیکولس مادرو» او د کودتاچیانو د مشر «خوان ګوایډو» پلویان بیا واټونو ته راووتل .

دامریکا خارجه وزیر« مایک پمپئو» ایران په لویدیځې اسیا کښې حقیقی ګواښ وباله او ویې ویل د سعودی عربستان کمزوری کول د ایران په ګټه تمامیږی او واشنګټن نه غواړی دا ډول پیښې کتونکی ووسی .

دنړۍ دکاتولیکانو مشر« پاپ فرانسیس» وویل دیمن د سوریې او د افغانستان ماشومان د امریکا په وسلو سره وژل کیږی .

()

اوس به د تهران چاپ «همشهری» ګڼ چاپه ورځپاڼه وګورو .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل د کورنی امنیت وزیرې میرمن« کریسټین نیلسن» له خپلې دندې استعفا ورکړی ده .

په لیبیا کښې وسله والې نښتې څلورمې(۴) ورځې ته غځیدلی دی .

د انلستان د ملکې لمسی شاهزاده ویلیم  د جاسوسۍ د زده کولو پړاونه ترسره کوی .

د قطر دپارلمان مشر« احمد ال احمد »وویل که چیرې زمونږ هیواد(قطر) متحده عربی اماراتو ته دګازو صادرات غوڅ کړی نو د دوبۍ او د ابوظهبۍ په دریو(۳) کښې یوه(۱) برخه سیمې په تیارې کښې ډوبیږی .

اروپایی اتحادیې په افغانستان کښې دامریکا د عسکرو لخوا د جنګی جنایت د ترسره کولو د احتمال په هکله د هیګ دنړیوالې(The International Court of Justice) محکمې له تحقیقاتو د ملاتړ په ترڅ کښې د دغه محکمې دلوی څارنوال د ویزې په لغوه کولو کښې دامریکا په اقدام اندیښنه څرګنده کړه .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل د ایس څلور سوه(S-400) توغندوی سیسټم د انقرې لپاره مهم دی او له روسیې څخه ددغه سیسټم د اخیستلو بهیر بشپړ شوی دی .

امریکا د ترکیې لخوا له روسیې څخه د ایس څلورسوه(S-400) ډوله توغندوی سیسټم له اخیستلو سره مخالفت کړی دی .

د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د فلسطین  او داسرائیلو د شخړې د حل لپاره د امریکا د پیړۍ معامله داسې لاره وبلله چې په اخر کښې له بندون سره مخ کیږی .

دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په یوې (۱)مرکې کښې وویل واشنګټن په هیڅکله سعودی عربستان ته اجازه ورنکړی چې په یوه(۱) اټومی قدرت بدل شی او امریکا او اسرائیلو ته ګواښ وکړی .

داپه داسې حال کښې دی چې سعودی عربستان په سیمه کښې دامریکا او د اسرائیلو د پروګرامونو اجرا کونکی دی او واشنګټن په عربستان کښې داټومی مرکز جوړول پیل کړی دی .

د روسیې «الیوم »ټیلی ویژن راپور ور کړ د خلیفه حفتر ځواکونه له څو چورلیزونو د لیبیا پلازمینې طرابلس ته ورننوتلی دی .

جنوبی کوریا په ځنګل کښې له اوور لګیدا وروسته په هیواد کښې ملی غمیزه اعلان کړه .

ګرانو اوریدونکو اوس به دافغانستان دځینو ورځپاڼو چې له اینټرنیټ څخه مو راخیستی دی له تاسو سره شریک کړو .

 

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یوه(1) مطلب کې لیکلی، د ولسمشرۍ ماڼۍ په پرونۍ ناسته کې د سولې د رهبرۍ شورا پر طرحه او ترکیب توافق نه‌دی شوی، خو حکومت له خپل پخوانی دریځ نه په شا شو او د قطر غونډې ته پلاوی استوی.

په مطلب کې راغلی، ټاکل شوې وه چې حکومت د سولې په روانو خبرو کې د نفوذ په هدف د جهادی او سیاسی مشرانو او د مدنی ټولنو او ځوانانو په ګډون د سولې د رهبرۍ شورا په نامه یو() نوی تشکل رامنځته کړی، خو* ارګ& کې په‌دې اړه دواړو مجلسونو کې پر  دې طرحه هم‌غږی نه‌ده رامنځته شوې.

ورځپاڼه لیکی:

په‌دې ناسته کې د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په ګډون ګڼو سیاسی او جهادی مشرانو ګډون کړی وو.

ویسا ورځپاڼه  په یوه() بل جلا مطلب کې لیکلی چې سلام رحیمی د سولې د مرکچی پلاوی له مشرۍ لیرې شوی دی.

په مطلب کې راغلی،یوې باوری سرچینې کابل نیوز ټلوېزیون ته ویلی چې د مرکچی پلاوی په ترکیب کې بدلون راغلی او د ولسمشر د دفتر رئیس سلام رحیمی د دغه پلاوی له مشرۍ لیرې شوی دی.

په مطلب کې دا هم راغلی چې ټاکل شوې د چهارشنبې تر ورځې پورې نوی لېست چې ۲۱ کسان به په‌کې شامل وی وروستی شی.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپل یوه(1) مطلب کې لیکلی د نړیوالو او سیاسی چارو شنونکی د افغان سولې د بریا لپاره د مصالحې عالی شورا او بیا د طالبانو سره د خبرو لپاره د سولې د داسې مرکچی پلاوی ټاکل چې د حکومت په ګډون، د هېواد ټول سیاسی مدنی او ټولنیز اړخونه په‌کې وی یو(1) لوی ګام بولی، خو ټینګار کوی چې دواړه ډلې باید ژر تر ژره د افغان سولې په اړه پر ځینو موضوعاتو بحث او پرېکړې وکړی.

په مطلب کې د شنونکو په حواله دا هم راغلی چې دغه شورا باید لومړی په خپلو کې پر ځینو مهمو مسایلو چې د هېواد ملی ارزښتونه دی یوې(1) پرېکړې ته ورسېږی او بیا د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرو ته کېنی.

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو(1) مطلب کې لیکلی چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې له امریکا نه د امتیاز اخیستنې په هڅه کې دی.

په مطلب کې دا خبره د یو شمېر سیاسی شنونکو په حواله پاکستان ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیل‌راد وروستی سفر ته په اشارې سره شوې ده.

په مطلب کې وړاندې راغلی چې ښاغلی خلیل‌زاد د دغه سفر په اړه په خپله ټویټر پاڼه کې په افغان سوله کې د پاکستان همکارۍ هیله بخښونکې ښودلې او لیکلی یې دی،پاکستانی چارواکو ټینګار کړی چې د افغان سولې په اړه پرېکړه باید د افغانستان خلک وکړی.

ورځپاڼې دا هم لیکلی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ښاغلی خلیل‌زاد سره په خبرو کې ویلی، اسلام‌اباد د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوی او ټینګار یې کړی دی چې په هغه هېواد کې سوله د پاکستان په ګټه ده.

په مطلب کې راغلی، دې څرګندونو ته په کتو سیاسی شنونکی باوری دی چې په یاده برخه کې د امریکا او پاکستان ترمنځ یو توافق رامنځته شوی دی .

اوس به د امریکا د څو ورځپاڼوخبرونه درته وړاندې کړو .

 

ډیپلومات امریکایۍ خپرونه په یوه(1) مطلب کې پوښتنه کوی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد ولې په افغانستان کې یو(1) لانجه‌من شخصیت بلل کېږی؟

خپرونه لیکی، هغه مهال چې خلیل‌زاد د افغانستان د مأموریت لپاره غوره کېده، که ټول نه‌و، ډېرو امریکایی مبصرانو د ده کامیابو سوابقو ته په پام سره د هغه هرکلی وکړ، خو د لیکوال په باور په افغانستان کې برعکس د دې پرېکړې ډېر هرکلی ونه‌شو.

ډیپلومات  خپرونه  لیکی:

په لوېدیځ کې خلیل‌زاد د استثنایی ډیپلوماتیکی وړتیاوو په خاطر منل شوی، خو په خپل پلرنی ټاټوبی افغانستان کې بیا نوموړی یو(1) فوق‌العاده لانجه‌من شخصیت دی.

خپرونه په ۲۰۰۱ میلادی کال کې د جرمنی  بُن له کنفرانسه نیولې د طالبانو له استازو سره د سولې تر خبرو پورې د افغانستان په ټولو جریاناتو کې د خلیل‌زاد مهم رول ته چې له ده څخه یو(1) لانجه‌من شخصیت جوړوی،اشاره کوی او لیکی:

خلیل‌زاد خپل دا لانجه‌من شخصیت د سولې په روانو خبرو کې هم ساتلی دی.

ډیپلومات خپرونه لیکی خلیل‌زاد د سولې د خبرو له جریانه د مدنی ټولنو، ښځو او حتی د افغان حکومت په څېر د مهمو ښکېلو اړخونو په ایستلو سره له حده زیات پر مخ ولاړ چې د ډیپلومات خپرونې په وینا ورسره دا وېره هم رامنځته شوه چې که د خبرو بهیر اوږد شی، نو ښایی ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکایی ځواکونو وتل اعلان کړی.