ايران په سيمه کښې د امريکې فوځي ځواکونه ترهه ګر وبلل
د ايران د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت عالي شورا د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د امريکې فوځي ځواکونه او ورسره وابسته ټول ځواکونه ترهه ګره ډله معرفي کړه.
د ايران د ملي امنيت عالي شورا پرون په يوې بيانيه کښې د ترهه ګرو تنظيمونو په لېسټ کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر په راوستلو کښې د امريکې د غېرقانوني او خطرناک اقدام په غندلو سره اعلان وکړ: ايران امريکې د ترهه ګرۍ ملاتړے حکومت او د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د امريکې فوځي ځواکونه او ورسره وابسته ټول ځواکونه «ترهه ګره ډله» بولي.
په دغه بيانيه کښې راغلي دي د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د امريکې او د هغې د انډيوالانو په اپوټه چې تل د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د افراطي او ترهه ګرو ډلو ملاتړي وو او دي په دوامداره توګه په سيمه کښې له ترهه ګرۍ او افراطي ګرۍ سره د مقابلې په وړاندېنۍ کرښه کښې شتون لري.
د ايرن د ملي امنيت عالي شورا په دغه بيانيه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې امريکه د دغه ماجرا لټونکي اقدام د عواقبو ذمه واره ده واضحه کړه د ترهه ګرو تنظيمونو په لېسټ کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر په راوستلو کښې د امريکې اقدام د سيمه ايزې او نړيوالې صلحې او امنيت لپاره غټ خطر او د نړيوالو حقوقو د قواعدو او د ملګرو ملتو د منشور څرګنده خلاف ورزي ده.