امریکا له پوځي او اقتصادي نظره د نړیوالې ترهګرۍ نمونه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81417-امریکا_له_پوځي_او_اقتصادي_نظره_د_نړیوالې_ترهګرۍ_نمونه_ده
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د امریکې حکومت او د دغه هیواد وسله وال ځواکونه په پوځي او اقتصادي اړخونو کښې د نړیوالې ترهګرۍ نښه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2019 10:26 Asia/Kabul
  • امریکا له پوځي او اقتصادي نظره د نړیوالې ترهګرۍ نمونه ده

د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د امریکې حکومت او د دغه هیواد وسله وال ځواکونه په پوځي او اقتصادي اړخونو کښې د نړیوالې ترهګرۍ نښه ده.

علي لاریجاني د اسلامي شورا (پارلیمان) په ننۍ ډاګیزه غونډه کښې، په سیمه کښې له ترهګرو سره په مقابله کښې د سپاه پاسداران په رول باندې په ټینګار سره زیاته کړه: د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر ترهګر نومول د امریکې د حکومت د کینې او جهالت د ژورتیا نښه ده.

هغه پخوا او اوس د سپاه پاسداران د رول په هکله وویل چې دغه ځواک په هغه جبهه کښې سرشیندنه وکړه چې د نړۍ ټول ستر قدرتونه د صدام رژیم ترڅنګ ولاړ وو او په دې وروستیو کلونو کښې چې د امریکې په لاس جوړو شویو ترهګرو سیمه ناامنه کړې وه، سپاه یې په وړاندې ودریده او ملا یې ورماته کړه.

د ایران د اسلامي شورا مشر د امریکي حکومتي چارواکو ته په خطاب کښې وویل: ولې د پاکستان د ارواښادې وزیراعظمې بې نظیر بوټو خبرې مو په یاد نه دي چې ویې ویل: په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو اصلي جوړونکې امریکا ده ځکه نو نن باید د امریکې حکومت دا ځواب ورکړي چې د ترهګرو ډلو جوړونکی او ملاتړی پاتې شوی دی.

نن د ایران د اسلامي شورا استازو هم په یو سمبولیک خوځښت کښې د سپاه پاسداران یونیفارم اغوستی و او د پارلیمان د غونډې په پیل کښې یې د امریکې د اقدام د غندنې په موخه د (مړه دې وي امریکا) نعرې پورته کړې.