په سوریې کښې د ایران دخارجه وزیر سلامشورې :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81577-په_سوریې_کښې_د_ایران_دخارجه_وزیر_سلامشورې
د ایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون دیوه(۱) سیاسی پلاوی په مشرۍ او دسوریې د ترکیې او دایران د چارواکو ترمینځ د منظمو او د پرله پسې سلامشورو د دوام لپاره دمشق ته ورسید .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2019 11:07 Asia/Kabul
  • همدا اوس دامریکا دګروهنې په اپوټه په سوریې کښې ستر بریالیتوبونه لاس ته راغلي دي .
    همدا اوس دامریکا دګروهنې په اپوټه په سوریې کښې ستر بریالیتوبونه لاس ته راغلي دي .

د ایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون دیوه(۱) سیاسی پلاوی په مشرۍ او دسوریې د ترکیې او دایران د چارواکو ترمینځ د منظمو او د پرله پسې سلامشورو د دوام لپاره دمشق ته ورسید .

جوادظریف ددغه سفر دهدفونو په اړه وویل په سیمه کښې وروستیو بدلونونو په تیره بیا له صهیونیسټ رژیم سره د جولان دلوړو په غیر قانونی ډول د یوځاې کولو د منلو په اعلانولو کښې د ټرمپ غیر قانونی اقداماتو او د قدس شریف د پلازمینې په  اعلانولو او له هغه وروسته د یوې(۱) ترهګرې ډلې په توګه د ایران دسپاه پاسداران ځواک په اعلانولو کښې دامریکا  بې ساری ، غیر قانونی او احمقانه اقدام ته پام سره ضرورت شته چې سلامشورې ترسره شی .

دایران خارجه وزیر جواد ظریف په همدې لړ کښې دسوریې له ولسشمر بشار اسد سره په کتنې کښې د دوه اړخیزه اړیکو د بیلابیلو اړخونو ، د ترټولو مهمو  سیمه ییزو مسائیلو ، د استانه(Astana) د بدلونونو او د سوریې د کړکیچ دحل د سیاسی بهیر په هکله مشورې وکړې .

دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف دغه راز د سوریې له خارجه وزیر ولید المعلم سره په کتنې کښې په دوه اړخیزه ،سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو د غور په ترڅ کښې له سوریې څخه دټولو ترهګرو د وتلو او ددغه هیواد دځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ ته د احترام پرضرورت ټینګار وکړ .

دغه سلامشورې په سوریې کښې د سیاسی ثبات دپیاوړتیا ، د  کډوالو دبیرته ستنیدا ، د ارامښت دټینګیدا او له ترهګرۍ سره دمبارزې په شمول د استانه (Astana)د خبرواترو په بهیر کښې دټینګار وړ د اصلی موضوګانو په چورلیز سره تعقیبیږی .

له دې مخکې هم په هغو خبرو کښې چې په تیرې جنورۍ میاشت کښې د روسیې په سوچی ښار کښې وشوې د سولې ضامن  هیوادونه  یعنی  ایران ، روسیه او  ترکیه د سوریې دحکومت  او د حکومت دمخالفو ډلو په ګډون سره د ملګروملتونو دامنیت شورا د ۲۲۵۴ پریکړه لیک د اجرا لپاره د ضروری شرایطو د تحقق لپاره موافقې ته ورسیدل .

دنړیوالو مسائیلومشهور کارپیژاند سرګی بابورین وایی دا خبره چې نن سبا ترهګرو په سوریې کښې خپل مرکزونه له لاسه ورکړی دی د تهران ، دماسکو او دانقرې د هڅو نتیجه ده .

دغو هڅو د ترهګرۍ په مقابل کښې د سوریې د ملت او دحکومت د مقاومت په څنګ کښې سیمه له یوې(۱) سترې دسیسې او خطر څخه وژغورله  خو ضروری ده چې په ټولو زمینو کښې غږملیتاوې هماغه راز دوام ومومی .

په همدې لړ کښې دایران خارجه وزیر جواد ظریف  نن هم په انقرې کښې د ترکیې له چارواکو سره په کتنې کښې دغو مشورو ته دوام ورکوی .

په سوریې د جنګ له تپلو د امریکا د اسرائیلو او دسعودی عربستان هدف د مقاومت دجبهې ماتول او د عراق او دسوریې په جغرافیې کښې د نوی نقشې انځورول او د سیمې د امنیتی او دسیاسی  معادلاتو بدلول وو خو دداعش ډلې په ماتی خوړلو سره ددغه بهیر لاره بدله شوه .

هغه څه چې نن یې په سوریې   کښې وینو ددغه حقیقت ښودنه کوی چې امریکا نشی کولای په خپلو لاسوهنو سره د سیمې د ملتونو برخلیک دخپلو هدفونو په پیروۍ کولو بدل کړی .

همدا اوس دامریکا دګروهنې په اپوټه په سوریې کښې ستر بریالیتوبونه لاس ته راغلی دی .

په سوریې کښې دترهګرو په ماتی خوړلو سره د روسیې د سوچی ښار د غونډې د فیصلو او داستانه د خبرواترو دبهیر په چوکاټ کښې د حکومت له مخالفانو سره دسوریې دحکومت د خبرواترو زمینه برابره شوی ده .

داپه داسې حال کښې دی چې په دغه ډګر کښې دایران فعال شتون ددغو بریالیتوبونو په ترلاسه کولو کښې یو(۱) مهم پارامیټر(parameter) دی په سیمه  کښې د ایران پرله پسې سلامشورې او په همدې لړ کښې سوریې ته د خارجه وزیر جواد ظریف سفر د سیمې او دنړۍ په معادلاتو کښې د ایران د اغیزشیندونکی رول د دوام او د خوځندوالی ښودنه کوی .

په دمشق کښې دایران له خارجه وزیر جواد ظریف سره په کتنې کښې دسوریې دولسمشر بشار اسد څرګندونې همدغه حقیقت ته اشاره ده .

دسوریې ولسمشر بشار اسد دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک پرضد د امریکا د غیر مسولانه اقداماتو په غندلو سره ټینګار وکړ د امریکا او دځینو لویدیځو هیوادونو سیاستونه ددې سبب نه کیږی چې ایران ، سوریه او دهغوې هم تړونه هیوادونه د خپلو ملتونو دګټو او دحقوقو د غوښتنې له دوام څخه لاس واخلی .