د بېنکي تعلقاتو په پراختيا د ايران او ترکيې تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81607-د_بېنکي_تعلقاتو_په_پراختيا_د_ايران_او_ترکيې_تاکيد
د ايران د مرکزي بېنک عمومي رئيس په تهران کښې د ترکيې له سفير سره په کتنه کښې د تجارتي فعاليتونو د آسانتيا لپاره د دواړوهېوادونو د بېنکونو ترمېنځ د ملګرتيا د زياتولو غوښتنه وکړه.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 19, 2019 03:29 Asia/Kabul
  • د بېنکي تعلقاتو په پراختيا د ايران او ترکيې تاکيد

د ايران د مرکزي بېنک عمومي رئيس په تهران کښې د ترکيې له سفير سره په کتنه کښې د تجارتي فعاليتونو د آسانتيا لپاره د دواړوهېوادونو د بېنکونو ترمېنځ د ملګرتيا د زياتولو غوښتنه وکړه.

د ايرنا د رپوټ له مخې د ايران د مرکزي بېنک مشر عبدالناصر همتي په دغه کتنه کښې همدارنګ د بېنکي تعلقاتو په اسانتيا او د دواړو هېوادونو ترمېنځ په اقتصادي روابطو کشې د خنډونو په لرې کولوتاکيد وکړ.

په ايران کښې د ترکيې سفير دريا اورس هم په دغه کتنه کښې د ايران او ترکيې د خارجه وزيرانود رغانده موافقې ته په اشارې سره د دواړو هېوادونو د تجارتي تعلقاتو په چټکه توګه د عملياتي کېدو غوښتنه وکړه.

جواد ظريف په دې وروستيو کښې ترکيې ته په سفر کښې ويلي دي چې ايران او ترکيه به د امريکې د بنديزونو باوجود د ترجيحي تعرفې، انرجۍ، بېنکي چارو، د دواړو هېوادونو له مشترکې پېسې څخه د استفادې او اېنېسټکس لارې چارې د رامنځته کولو په شمول په مختلفوموضوعاتو کښې ملګرتيا وکړي.