د ډټرمپ اقدام له سپاه پاسداران غچ اخیستل دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81641-د_ډټرمپ_اقدام_له_سپاه_پاسداران_غچ_اخیستل_دي
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت دپارلمانی پلاوی مشر علاالدین بروجردی د عراق دګاونډیو هیوادونو د پارلمارنونو په غونډې کښې وویل داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک پرضد د امریکا وروستی اقدام په عراق او سوریې کښې داعش ډلې ته په ماتی ورکولو کښې ددغه ځواک له رول څخه انتقام اخیستل دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2019 00:34 Asia/Kabul
  • امریکا او صهیونیسټ رژيم نشي کولای او حق نلري د یوه(۱)اسلامي او د عربي ټاټوبي په هکله فیصله وکړي .
    امریکا او صهیونیسټ رژيم نشي کولای او حق نلري د یوه(۱)اسلامي او د عربي ټاټوبي په هکله فیصله وکړي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت دپارلمانی پلاوی مشر علاالدین بروجردی د عراق دګاونډیو هیوادونو د پارلمارنونو په غونډې کښې وویل داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک پرضد د امریکا وروستی اقدام په عراق او سوریې کښې داعش ډلې ته په ماتی ورکولو کښې ددغه ځواک له رول څخه انتقام اخیستل دی .

هغه وویل په سیمه کښې د ایران د څنګ ته کولو او د ترهګرو ډلو په فهرست کښې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د نومول شاملول به دامریکا لپاره هیڅ نتیجه ونلری .

علاالدین بروجردی  ډاګینه کړه ایران په سیمه کښې ترټولو امنه هیواد دی او تهران  هڅه کوی دغه امنیت ګاونډیو هیوادونو ته هم وغځوی او مونږ باید په سیمه کښې دکړکیچ دزیاتیدا اجازه ورنکړو .

د ایران د پارلمانی پلاوی مشر علاالدین بروجردی وویل سپاه پاسداران ځواک په عراق او سوریې کښې د داعش ډلې او د منافقینو د ترهګرې ډلګې په شمول له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې ځلانده کارنامه لرلی ده او ددغه ځواک پرضد د امریکا وورستی اقدام یو(۱) ډول انتقام اخیستل دی ځکه چې امریکا په خپله د ترهګرۍ ملاتړی ده او د دنیا په هر ځاې کښې چې جنګ او کړکیچ وی نو هلته د امریکا لاسونه لیدل کیږی .

بروجردی دې ته په اشارې سره چې دسوریې په جولان سیمې د صهیونیسټ رژیم د واکمنۍ په رسمیت پیژندلو کښې دامریکا د  حکومت فیصله محکومه او بې نتیجه ده او هیڅ شی به بدل نکړی وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم نشی کولای او حق نلری د یوه(۱)اسلامی او د عربی ټاټوبی په هکله فیصله وکړی .

هغه دعراق په هکله هم ټینګار وکړ دایران اصولی کړچار او کتنه د عراق د امنیت ، دثبات او دځمکنۍ بشپړتیا او د خپلواکۍ ملاتړ دی او په نوی  او د بیارغونې او د پراختیا په پړاو کښې به هم ایران خپل ملاتړ ته دوام ورکړی .