ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81710-ورځپاڼو_ته_کتنه
د ایران د تیلو د بیخي بندولو په لړ کښې د امریکې خوب به هیڅکله تعبیر نه شي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 24, 2019 06:50 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د ایران د تیلو د بیخي بندولو په لړ کښې د امریکې خوب به هیڅکله تعبیر نه شي.

په تهران کښې د چاپیدونکو ورځپاڼو په سر کښې نن ابرار ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران خلاف د امریکې د نویو غلیمانه اقداماتو په وړاندې د ایران د تیلو د وزیر بیژن نامدار زنګنه د غبرګون خبر په وړومبي مخ چاپ کړی او د دوي له انځور لاندې یې لیکلي دي: د ایران د تیلو د بیخي بندولو په لړ کښې د امریکې خوب به هیڅکله تعبیر نه شي.

د ایران د تیلو د وزیر د څرګندونو په دوام کښې راغلي چې  د ايران د تېلو د اخېستو په باره کښې د امريکې ګواښونو او په نورو هېوادونو دباونو ته په اشارې سره وويل: امريکايان دې مطمئن وي چې د ايران د تېلو د صادراتو صفر ته د رسولو خوب به يې هيڅکله پوره نه شي.

بيژن نامدار زنګنه پرون وويل، په دې اړه د امريکايانو بيانيه چې کولې شي د ايران د تېلو لپاره بديل پېدا کړي او د هغو خلاء ډکه کړي د داسې ګواښونو د ماتېدو ښودنه کوي.

د ايران د تېلو وزير تاکيد وکړ: هغه څوک چې د ايران د تېلو په باره کښې بيانيه جاري کوي او ځينې هم ورسره ملګرتيا کوي پکار دي پوه شي چې د داسې اقداماتو لوګې به خپله د هغوي سترګو ته ورشي په تېره بيا دا چې د تېلو بازار ډېر ماتېدونکی او نه اټکلېدونکی دی.

 

(د امریکې له ګواښونو سره په مقابله کښې د ایران د اسلامي شورا مصوبې) دا د ابرار ورځپاڼې یو بل سرټکی دی چې لاندې ترې لولو: د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) په تصویب سره، د ایران حکومت ته په نړیوالو ټولنو کښې د امریکې خلاف د حقوقي اقدام دنده وسپارله شوه. پارلیمان حکومت موظف کړ چې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک خلاف د امریکې د پریکړې په هکله د حقوقي اقدام په ترڅ کښې په نړیوالو ټولنو کښې د امریکې د دې اقدام د بې اثره کولو کوشش وکړي.

هم دا شان د پارلیمان په تصویب سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته هم دنده ورکړی شوه چې په سیمه کښې د امریکايي اډو د بندولو لپاره هلې ځلې پیل کړي. اسلامي شورا هم داشان تصویبه کړه چې د سپاه پاسداران د ترهګرې ډلې بللو په هکله د امریکې د حکم ملاتړ کونکي مجرمان وپیژندل شي او د ایران له متقابل عمل سره به مخامخ شي.

 

جمهوري اسلامي:

د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د نړۍ په رسنیو کښې د ایران د تیلو د اخیستو د معافیت له تمدیدولو د امریکې د ډډه کونې منفي انګازې، تر عنوان لاندې خبر کښې لیکلي دي چې ټرمپ نړیوال بازارونه ګډوډ کړل.

خبر زیاتوي چې بهرنۍ رسنۍ باوري دي، د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د تیلو د پيرلو د معافیت په لغو کولو سره نړیوال بازارونه کړکیچن کړي دي.

خبر د بهرنیو رسنیو له قوله زیاتوي چې د تیلو نړیوال بازار دې پریکړې ته په منفي غبرګون سره د تیلو د بیې د درې فیصده زیاتیدو کتونکی و چې دا رقم په روان ۲۰۱۹ کال کښې ترټولو زیاته اندازه ده. که څه هم امریکې ژمنه کړې چې د سعودي عربستان په شان د خپلو انډیوالانو په مرستې سره به د ایران د تیلو د صادراتو د بندیدو له امله رامینځته شوی کمښب جبیره کړي خو دې ژمنې په نړیوال بازار کښې اندیښنې نه دي کمې کړی شوې.

د اشپیګل خپرندوې په لیکنه، له ایرانه د ایلو په اخیستو کښې د اتو هیوادونو د معافیت نه تمدیدل د تیلو د نړیوال باراز او مالي پانګه والو لپاره ډیر اندیښمنونکي دي. د دغې جرمن رسنۍ د اعلان له مخې د امریکمې بندیزونو د ایران د ځینو شریکانو نیوکه هم په ځان پسې لرلې ده چې په کښې چین اعلان کړی، له ایران سره مو ملګرتیا د هیڅ نړیوال قانون خلاف ورزي نه ده او دوام به ورکړو.

د نړیوال اقتصاد (فور بز) نومې خپروندې په لیکنه، د ایران د تیلو د معافیت د ختمولو په لړ کښې واشنګټن پریکړه به د تیلو د نړیوالې بیې ډیر زیاتوالی په ځان پسې ولري.

ټایمز آف انډیا ورځپاڼې هم په یو مطلب کښې ولیکل: د ایران د تیلو د پيرونکو لپاره د معافیت نه تمدیدل به په هندوستان کښې د تیلي محصولاتو د بیې د لوړیدو او د ژوند د چارو د لګښت د زیاتیدو سبب شي. دغې ورځپاڼې زیاته کړې ده چې هندوستان د سیالیزو شرایطو د لرلو او د ارزان والي په وجه په نورو هیوادونو باندې د ایران تیلو ته ترجیح ورکوي.

 

کابل چاپ:

کابل چاپ نننیو بېلابېلو ورځپاڼو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي او د سولې په روانو هڅو لیکنې او تبصرې کړې دي.

دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له قوله لیکلي په تېر یو کال کې په افغانستان کې ملکي تفات ۱۹ فیصده زیات شوي دي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د ملکي مرګ ژوبلې عوامل مختلف دي، خو تر ډېره د جګړې د دواړو غاړو نیت ته ورګرځي.

د لیکوال په باور دا چې د سولې خبرې تېزې شوي، د جګړې ښکېلې غاړې هڅه کوي چې جګړه تُنده کړي او په‌دې سره په سوله کې زیات امتیازات ترلاسه کړي، خو له بده‌مرغه د جګړې زیان ملکیانو ته اوړي.

د دنیا ورځپاڼې لیکوال وړاندیز کوي، تر ټولو بهتره لاره دا ده چې د سولې روانې خبرې چټکې شي او د مظلومو افغانانو د وینې تویېدل ودرول شي.

ملي ارمان

د ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې په ټولو خواوو غږ کړی، ملکیان هدف مه‌ګرځوئ.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د دغه جنایت هر اړخیزې پلټنې ته اړتیا لري، خو ولې اوسنیو جنګي شرایطو دا امکان له خلکو اخیستی.

اصلاح

د اصلاح دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په زیاتوالي اندېښنه څرګنده شوې ده.

د لیکوال په اند په افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي دوام د ملکي تلفاتو د زیاتوالي اصلي عامل دی او باید ملکیانو ته زیات پام وشي.

د سرمقالې په پای کې راغلي د نړۍ په کچه افغانستان په جګړه کې ښکېل هېواد دی او افغانان دې نتیجې ته رسېدلي چې نوره جګړه د خبرو او سولې له لارې حل کړي.

همدې ورځپاڼې د ولسمشر غني له خولې لیکلي، د سولې مشورتي لویه جرګه به د سولې حدود او جهت واضح کړي.

هېواد

د سولې لپاره باید څه ډول هڅې وشي؟

بلې دولتي ورځپاڼې هېواد له محمد اشرف غني نه په نقل قول لیکلي، مشوره اسلامي او جرګه او مشارکت د افغانانو ملي اصل او ارزښتونه دي او باید جدي ونیول شي.

همدې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې د سولې لپاره باید څه ډول هڅې وشي؟

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې که د سولې هره غونډه له بین‌الافغاني پلاوي پرته ترسره کېږي، نو ښې پایلې به ونه‌لري، دې ته په کتو سره دې بین‌الافغاني غونډې لپاره هڅې وشي.

ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د اپرېل په ۲۸مه ناسته او له هغه دوه ورځې وروسته رسمي خبرې پیلېږي.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې دغه ناسته به احتمالاً پنځه ورځې وغځېږي او ښايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو توافق او له هغه وروسته له حکومت سره د خبرو پر پیل هوکړه وشي.

انیس

او په پای کې انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې درې اړخیزه غونډه جوړېږي.