دامریکا د نمک حرامۍ په مقابل کښې دایران ستاینه :-
-
نړۍ په تیره بیا لویدیځو هیوادونو دداعش ډلې ددغو جنایتونو تماشه کوله .
له ترهګرۍ سره د جدی مبارزې په خاطر له ایران څخه د مننې غونډه په عراق کښې وشوه .
ترهګرۍ د لویدیځې اسیا(Middle East) سیمې لپاره یو (۱)پیژندل شوی نوم دی خو داعش په دغه سیمه کښې بې ساری او کمه پیژندل شوی ښکارنده ده .
هغه جنایتونه چې داعش ترهګرې ډلې په عراق کښې ترسره کړل تر دې حده غیر انسانی او بوږنونکی وو چې ویلی شو د اوسمهاله وخت دانسان ذهن مخکې داډول جنایتونه نه وو لیدلی .
په یوه (۱)قفس کښې د یوه(۱) انسان بندول او ژوندی په اور کښې سوځول ، په ډله ایز ډول دخلکو د سرونو پریکول ، په ښځلو کښې د مړو کسانو غورځول چې سرونه یې پرې وو او دانسانو په بوږنونکی ډول وژلې دترټولو ترهګرې ډلې یعنی داعش ویرونکی جنایتونه وو .
ددغو جنایتونو لیدل سبب شول دعراق په میلیونونو خلک کورونه پریږدوی او له ویریدونکو مړینو(مرګونو) او له بوږنونکو جنایتونو څخه دویریدا په خاطر غرونو ته پناه یوسی .
دعراق خلک په غرونو کښې هم د لوږې او دتندې له سختو ستونزو سره مخامخ شوی او ګڼ شمیر کسان یې د لوږو له کبله مړه شوی دی هم دی .
مهم ټکی دا دی چې نړۍ په تیره بیا لویدیځو هیوادونو دداعش ډلې ددغو جنایتونو تماشه کوله او داسې فکر یې کاوه چې د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډو او پریکړه لیکونو سره دغه ترټولو ویرونکی ډله له مینځه وړلی شی .
دامریکا په مشرۍ د داعش پرضد تش په نامه ائتلاف جوړ شو خو دغه ائتلاف له دغه ډلې سره د مبارزې لپاره هیڅ اقدام ونکړ ځکه چې دامریکا ګټې دداعش ډلې په ساتلو کښې تامیندلې نه دا چې د داعش ډلې په ختمیدا کښې .
داعش ډله نه یوازې د امریکا په مشرۍ دائتلاف او د ملګروملتونو دامنیت شورا په غونډو او پریکړه لیکونو سره ختمه نشوه بلکې دغه ډلې دخپل شتون جغرافیه پراخه کړه او په نورو هیوادونو کښې یې هم وده وکړ او هلته یې هم دعراق په شان جنایتونه وکړل او دغه ډلې حتی اروپا ته هم نفوذ وکړ .
په دې مینځ ومان کښې په مینځنی ختیځ کښې دایران اسلامی جمهوریت او متحدانو په تیره بیا د مقاومت ډلو عمومی افکارو ته له دوکې ورکولو لیرې له داعش ترهګرې ډلې سره د عملی او دجدی مبارزې بیرغ په لاس کښې واخیست .
دایران د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک له داعش ډلې په مبارزې کښې مخکښ وو او دغه ځواک د سوریې او دعراق د حکومتونو په غوښتنه دغو دوو (۲) هیوادونو ته ورغی او امریکا او دهغې متحدانو ته یې وروښودله چې له داعش ترهګرې ډلې سره باید په کوم ډول مبارزه وکړی او په کوم ډول هغه له مینځه یوسی .
دایران اسلامی جمهوریت په تیره بیا داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک پوځیان دداعش ډلې دله مینځه وړلولپاره د سوریې او دعراق د ولسی کمیټیو او دپوځونو په څنګ کښې ودریدل او له داعش ډلې سره په مبارزې کښې د سپاه پاسداران ځواک اعلان شوی او اعمال شوی سیاست یو(۱)شان وو .
له داعش ډلې سره په مبارزې کښې دایران په زرګونو پوځیان په تیره بیا د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک عسکر شهیدان شول او دایران په سلګونو کورنیو خپل بچیان له لاسه ورکړل .
دترهګرۍ پرضد دایران له دغو ټولو مبارزو اوقربانیو سره سره دامریکا حکومت د روان میلادی کال د اپریل دمیاشتې په اتمه (۸) نیټه په یوه(۱) احمقانه اقدام کښې چې له کینې او ناشکرۍ او نمک حرامۍ ډک وو داسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک دخپل هیواد ترهګرو ډلو په فهرست کښې شامل کړ .
دامریکا په دغه اقدام کښې کینه شته ځکه چې له ایران سره د امریکا د دښمنۍ اوج نندرې ته وړاندې کوی .
دامریکا دغه اقدام له ایران څخه یو(۱) ډول ښکاره ناشکرۍ وه ځکه که چیرې له داعش سره د ایران جدی او عملی مبارزه نه وائ نن سبا به امریکا او اروپایی هیوادونو هم د داعش په ګواښ سره د خپلو هیوادونو دننه ژوند کاوه .
دامریکا دحکومت ددغه ناشکرۍ په مقابل کښې دعراق خلکو د تهران د هغه رول په دلیل چې په عراق کښې یې داعش ډلې ته په ماتی ورکولو کښې درلود دایران دمننې غونډه ترسره کړی ده .
په دغه غونډې کښې د عراق د الحشد الشعبی ولسی ځواک د مشهور شهید شوی قوماندان ابوطه الناصری لور وویل دایران د عراق او د لبنان د پاکو وینو په برکت وو چې عراق په داعش ترهګرې ډلې بریالی شو .
دعراق د لومړی وزر سلاکار فالح الفیاض هم دایران دملت او دحکومت دمننې(تشکر) په ترڅ کښې وویل دایران اسلامی جمهوریت په عراق کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې له ټولو هیوادونو مخکې ولاړ دی .
ددغه غونډې ترسره کیدا وښودله چې نن سبا څوک په غیر قانونی ، یواړخیزه او له بدمعاشۍ په ډک اقدام سره عمومی افکارو ته دوکه نشی ورکولای .