له ایران سره وړومبنۍ تجارتي تبادلې ته د انسټیکس د مدیر چمتووالی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i81854-له_ایران_سره_وړومبنۍ_تجارتي_تبادلې_ته_د_انسټیکس_د_مدیر_چمتووالی
د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشت کښې له ایټمي موافقې د امریکې وتلو ته په پام سره اروپایانو خپل پام په دغې موافقې کښې د ایران پاتې کولو او له ایران سره د تجاري تبادلو د دوام او د امریکې د بندیزونو د اغیزې د کمولو په موخه د یولړ لاروچارو برابرولو ته اړولی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 30, 2019 11:06 Asia/Kabul
  • له ایران سره وړومبنۍ تجارتي تبادلې ته د انسټیکس د مدیر چمتووالی

د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشت کښې له ایټمي موافقې د امریکې وتلو ته په پام سره اروپایانو خپل پام په دغې موافقې کښې د ایران پاتې کولو او له ایران سره د تجاري تبادلو د دوام او د امریکې د بندیزونو د اغیزې د کمولو په موخه د یولړ لاروچارو برابرولو ته اړولی دی.

د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشت کښې له ایټمي موافقې د امریکې وتلو ته په پام سره اروپایانو خپل پام په دغې موافقې کښې د ایران پاتې کولو او له ایران سره د تجاري تبادلو د دوام او د امریکې د بندیزونو د اغیزې د کمولو په موخه د یولړ لاروچارو برابرولو ته اړولی دی.  په دې کښې یو تدبیر د انسټیکس INSTEX په نامه د اروپا او ایران ځانګړې مالي لاره چاره ده.

په دې لړ کښې د انسټیکس مدیر پر فِشر Per Fisher په هغه غونډه کښې چې په لندن کښې یې د اقتصادي فعالانو، تجارتي شرکتونو، د پانګې د خاوندانو او د بریطانیې د حکومتي چارواکو په ګډون سره جوړه شوه، وویل چې په پوره جدیت سره په لږنه لږ وخت کښې له خپل ایراني همرتبه سره  د تجاري تبادلې په لټه کښې دی.

انسټیکس یا د ایران او اروپا د تجارتي مبادلو د ملاتړ لاره چاره، یو ځانګړی مالي اوزار دی چې د روان ۲۰۱۹ کال د جنورۍ په ۳۱ نیټه د جرمني، فرانسې او بریطانیې له خوا له ایران سره د غیرډالري تجارت د اسانتیا په موخه رامینځته شوې ده. د دغو دریو اروپايي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې انسټیکس په رسمي توګه ثبت شوی دی.

په دغه لاره چاره کښې په وړومبي ګام کښې د اساسي شیانو (د خوراکي او درملیزو موادو) تجارت شاملیږي خو ورو ورو به یې لمن پراخه شي. د انسټیکس مرکزي دفتر په پاریس کښې دی او مشري یې د کومرټس بانک د پخواني جرمن مدیر پر فیشر په غاړه ده. د دغه ځانګړي مالي کانال د جوړولو اصلي موخه وړو او متوسطو اروپايي شرکتونو ته د امکاناتو ورکول دي څو له ایران سره خپل متعارفې مالي اړیکې وساتلې شي. فیشر د ۲۰۱۹ کال د مارچ په یوولسمه نیټه له ایراني چارواکو سره د ملاقات او زرترزره د انسټیکس د عملیاتي کولو په هکله د سلامشورې په موخه تهران ته راغی. ایران او د بریطانیا د سوداګرۍ خونې مشر نورمن لامونټ د دې لارې چارې پیلول هغه ګواهي وبلله چې اروپا په دې لړ کښې د امریکې له دباؤنو سره سره خپل دریځ ساتلی دی.

د ایران له خوا په متقابل اقدام کښې (د ایران او اروپا د تجارت او مالي تامین ځانګړې لاره چاره) چې د اروپايي انسټیکس څارونکی ارګان ګڼل کیږي، د روان کال د اپریل په دوویشتمه نیټه د علي اصغر نوري په مشرۍ په تهران کښې ثبت شو. د ونډو د دې خصوصي شرکت د فعالیت موضوع د پیر، پلور، صادراتو او وارداتو په شمول د تجارت په قانون کښې ذکر شوي ټول سوداګري معاملات اعلان شوي دي. د ایران د مرکز بانک مدیر هم د روان ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کښې ویلي وو چې د دریو اروپايي هیوادونو له خوا له معرفي شوي کانال سره متناسبه لاره چاره به د مالي او سوداګري تامین د ځانګړې لارې چارې STFI په نامه ډیره زر په تهران کښې ثبت شي.

اروپايي اتحاديه او اروپايي ټروئیکا (جرمني، فرانسه او بریطانیه) برجام د یوې څواړخیزې موافقې یوه نمونه ګڼي چې د نړیوالې صلحې او امنیت له ساتلو سره یې ډیره مرسته کړې ده. د اروپايي ټروئیکا له نظره، د ایران په وړاندې د امریکې کړنلاره د نړیوالو اصولو او قوانینو بیخي اپوټه ده او د سیمه ایز او نړیوال امنیت په خطر کښې د لویدیو سبب شوې او د جګړې او نښتې خطر زیاتوي.

دا شان د امریکې د مغوښتنې او د واشنګټن د یواړخیز پالې کړنلارې په خلاف چې تل د ایټمي موافقې د لغو کولو او د ایران خلاف د دباؤنو د سختولو نغاره غږوي، اروپایان د دې ډیرې مهمې موافقې د ساتلو غوښتونکي دي. جوته ده چې د انسټیکس اجرايي کول له ایران سره د تجاري، مالي او اقتصادي اړیکو د دوام په لړ کښې د اروپایانو د ژمنې د پوره کیدو په لړ کښې یو مهم ګام ګڼل کیږي. د انسټیکس په هکله د اروپایانو اقدام که څه هم ناوخته اجرا کیږي خو بیا هم له ایټمي موافقې په وتلو او د تیلي بندیزونو په شمول د ایران خلاف یو ځل بیا د ایټمي بندیزونو په لګولو کښې د امریکې له غیرقانوني اقدام سره د اروپا د مخالفت نښه ګڼله کیږي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*