د معظم رهبر استازے: افغان شهيدانو د مسلمانانو لپاره عزت رامنځته کړ
په سوريې کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر استازي وويل: د حرم مدافعو افغاني شهيدانو د مسلمانانو لپاره عزت رامنځته کړ.
آيت الله طباطبائي اشکذري وړمه ورځ د حرم د مدافعو شهيدانو له کورنيو سره د خپلو ليدنو کتنو په لړ کښې په مشهد مقدس ښار کښې د حرم د مدافعو شهيدانو ۲۲ کورنيو سره کتنه او د فاطميون شهيدانو د کورنيو له کړاونو او زغم څخه په قدرونې سره د اسلامي انقلاب د معظم ر هبر سلام دغو کورنيو ته ورسوۀ.
آيت الله طباطبائي وويل،د افغانستان زړۀ ورو مېړنو د تاريخ په ټولو دورو کښې که هغه د افغانستان په جهادونو کښې وو او که په ايران کښې په اسلامي انقلاب کښې او مقدسې دفاع کښې وو او اوس يې هم په سوريې کښې خپل امتحان په ښه ډول ورکړ.
آيت الله طباطبائي په دغو مراسمو کښې په مسجدالزهرا (س) او د فاطميون بسيجي شهيدانو مرکز ته په حاضرېدو سره د فاطميون په کلتوري چارو کښې له يو شمېر فعالو مېرمنو سره کتنه او خبرې اترې وکړې او د حضرت بي بي زينب (س) او حضرت بي بي رقيې يا بي بي سکينې (س) د پاکو حرمونو تبرکات د شهيدانو کورنيو ته ډالۍ کړل.