عربستان او امارات د تیلو د زیاتولو وړتیا نه لري
-
لاریجاني: عربستان او امارات د تیلو د زیاتولو وړتیا نه لري
د ایران د اسلامي شورا مشر د ایران د تیلو د ځینو اخیستونکو هیوادونو د معافیت په لغو کولو کښې د امریکې اقدام ته په اشارې سره ټینګار وکړ: عربستان او امارات د تیلو د خرڅون د زیاتولو ظرفیت او وړتیا نه لري.
د ایران د پارلیمان مشر علي لاریجاني نن په تهران کښې په یوې غونډې کښې زیاته کړه: دښمن د ایران د تیلو د اخیستو لپاره د ځینو هیوادونو د معافیت له نه تمدیدولو وروسته رواني عملیات پیل کړي دي.
هغه څرګنده کړه: دښمن پوهیږي چې که چیرې ایران خپل تیل خرڅ نه کړي نو د انرجۍ په تامینولو کښې په هیوادونو دباؤ راځي ځکه د اروايي او نفسیاتي عملیاتو پيلولو ته مجبور شوی دی.
د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر هم داشان په لیبیا او ونزویلا کښې کړکیچ ته په اشارې سره هم وویل: په لیبیا او ونزویلا کښې د دښمنانو جنجال او بلالټونه په دغو هیوادونو کښې د تیلو د شتون په وجه ده.
د ویلو ده چې د امریکې له خوا د ایران د تیلو د خرڅون د بیخي بندولو لپاره د هلوځلو په دوران کښې د دغه هیواد خارجه وزیر مایک پمپئو ویلي دي چې عربستان او اماراتو ژمنه کړې چې د ایران د تیلو کمی به پوره کړي.