اروپایان په ایټمی موافقه کی په ستر ازمښت کی راغلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82063-اروپایان_په_ایټمی_موافقه_کی_په_ستر_ازمښت_کی_راغلی_دی
حجت الاسلام محمد جواد حاج علی اکبری پر دې په ټینګار سره چی د ایران خلک په خپل مثالی وحدت او اتحاد سره دښمنانو ته ماته ورکوی زیاته کړه په ایټمی موافقه کی دایران د ځینو اقداماتو له درولو د اروپایانو غوسه د ایرانی ملت د ګټو د تحقق لپاره د اسلامی ایران د سمې لارې ښودونکی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2019 10:36 Asia/Kabul
  • اروپایان په ایټمی موافقه کی په ستر ازمښت کی راغلی دی

حجت الاسلام محمد جواد حاج علی اکبری پر دې په ټینګار سره چی د ایران خلک په خپل مثالی وحدت او اتحاد سره دښمنانو ته ماته ورکوی زیاته کړه په ایټمی موافقه کی دایران د ځینو اقداماتو له درولو د اروپایانو غوسه د ایرانی ملت د ګټو د تحقق لپاره د اسلامی ایران د سمې لارې ښودونکی ده .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب په ایټمی موافقه کی د ایران د ځینو اقداماتو بندولو ته په اشارې سره ټینګار وکړ امنیت شورا ، نړیواله ټولنه او اروپایان په برجام کی په ستر ازمښت کی راغلی دی .

حجت الاسلام محمد جواد حاج علی اکبری پر دې په ټینګار سره چی د ایران خلک په خپل مثالی وحدت او اتحاد سره دښمنانو ته ماته ورکوی  زیاته کړه په ایټمی موافقه کی دایران د ځینو اقداماتو له درولو د اروپایانو غوسه د ایرانی ملت د ګټو د تحقق لپاره د اسلامی ایران د سمې لارې ښودونکی ده .

ده ټینګار وکړ د ایران دا اقدامات لومړنی اقدامات وو او که اروپایان په برجام کی په خپلو ژمنو عمل ونکړی  نو ایران به د شپیتو ورځو د فرصت په ختمیدا سره  راتلونکی اقدامات ترسره کړی .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب  همداراز د امریکا له ایرانی ضد اقداماتو سره د ځینو هیوادونو ملګرتیا نه کولو ته په اشارط سره وویل د اروپا خلک نور د امریکا د لګښتونو زغم نلری او په انګلستان کی د برګزیټ او فرانسې کې د زیړ جیکټو په شان پیښې د اروپا د مشکلاتو د ژورتیا ښودنه کوی .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب پر دې په ټینګار سره چی د نړیوال استکبار جبهه چی په سر کی یې امریکا او صیهونیسټ رژیم دی ، کندی ته  په غورځیدو دی ،  ټینګاروکړ د نړۍ د قدرت هندسه د مقاومت چورلیز په کنټرول کی ده  او په نړۍ کې د مقاومت لیدتوګه پراخه شوی ده .