روحاني:تسلميدل د ايرانيانو له کلتور او دين سره سمون نه خوري
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر بېګا د اسلامي ايران په خلاف د دښمنانو سياسي او اقتصادي دباونو ته په اشارې سره وويل، د ايران ملت هيڅکله دباونو ته نه دے تسليم شوے او نه به تسليم شي.
د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني د ايران له يو شمېر سياسي فعالانو سره په يوه صميمي کتنه کښې وويل، تسلميدل د ايرانيانو له کلتور او دين سره سمون نه خوري.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر له دې مخکښې هم په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران ملت هيڅکله د تيريګرو او بدمعاشانو په وړاندې سر نه دے ټيټ کړے او نه ټيټوي تاکيد کړے ؤ چې ايرانيان به د ارادو په مبارزه کښې امريکې ته ماتې ورکړي.
امريکې له برجامه له وتلو وروسته د ايران په خلاف د دباو راوړلو لپاره هر اړخيزه جګړه جوړه کړې ده. چې د ټرمپ دغه اقدام له پراخو کورنيو او نړيوالو غندنو سره مخامخ شوےدے.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم د جنورۍ په نهمه نېټه د قم د زرګونو خلقو په غونډه کښې وفرمايل، امريکايان په خوشحالۍ سره وائي چې د ايران د ملت اوسنے بائيکاټول په تاريخ کښې مخينه نه لري خو دايران ملت به په دې لړ کښې هغوي ته داسې ماتې ورکړي چې په تاريخ کښې به مخينه ونه لري.