ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام
-
په عراق او سوریې کښې له ماتي وروسته داعش تکفیري ترهګرې ډلې په هندوستان کښې خپل ولایت اعلان کړ .
د تهران راډیو د اینټرنیټ ګرانو لوستونکو اوریدونکو ښې چارې اوس به ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
نن به لومړۍ دتهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو او مهم سرټکی به یې له تاسو سره شریک کړو .
دایران دملی امنیت دلوړې شورا د بیانیې له خپریدا او په اټومی موافقې کښې پاتې هیوادونو ته د الټی میټم له اعلانیدا وروسته اروپایی اتحادیې له سپین سترګې توب څخه په یوې (۱) ډکې بیانیې کښې د اټومی تړون په هکله دایران داسلامی جمهوریت لخوا هرډول الټی میټم رد کړ او ویې ویل دوه(۲) میاشتې الټی میټم ورکول بې معنا خبره ده .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تهران کښې د سویزرلینډ سفارت ته د ټیلی فون شمیره ورکړه او دغه چاره د ایران دخلکو د تفریح لپاره په یوې(۱) موضوع بدله شوه .
د یمن پوځ په شمال کښې د ضالع ولایت ترټولو ستر ښار په خپل کنټرول کښې واخیست او د سعودی عربستان پینځلس (۱۵) سرحدی پوستې یې ونیولې .
دعراق د ملی حکمت ډلې مشر سید عمار حکیم د یوې (۱) سیاسی لارې دنقشې(roadmap) په وړاندې کولو سره له عراق څخه د امریکا په شمول د ټولو بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه .
د چین په جوړو شیانو د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا د نویو مالیاتو او تعرفو له اعلان سره په یووخت د امریکا او د چین د تجارتی خبرو اترو دماتی د خبر له خپریدا وروسته نړیوال بازارونه ګډوډ شول .
په سعودی عربستان کښې د حکومت لخوا د اودیرشو (۳۷) شیعه مسلمانانو له وژل کیدا وروسته د بحرین ال خلیفه رژیم هم دوه (۲) بې ګناه ښاریز اعدام کړل .
لویدیځو هیوادونو چې تل د بشری حقوقو د دفاع ادعا کوی تراوسه د سعودی عربستان او دبحرین د رژیمونوپرضد هیڅ اقدام نه دی ترسره کړی .
دهند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د وسله والو کسانو او د هندی عسکرو ترمینځ له جنګ وروسته داعش ترهګرې ډلې ددغه حملې دمسولیت دمنلو په ترڅ کښې د لومړی ځل لپاره په هند کښې دولایت جوړول اعلان کړل .
دسعودی عربستان «مکه» نومی ورځپاڼې صهیونیسټ رژیم ته په نوی چاپلوسۍ کښې د فلسطین دحماس غورځنګ دبنسټګر شیخ احمد یاسین په شمول د دغه غورځنګ مشران ټررویسټان وبلل خو د خلکو داعتراضونو په لیدو سره یې سمدستی دغه خبر له رسمی پاڼې حذف کړ.
په الاقصی جومات کښې د روژې دمبارکې میاشتې د لومړۍ جمعې ورځې لمونځ په پرتمین ډول ترسره شو .
اوس به دتهران چاپ همشهری ورځپاڼه وګورو .
دې ورځپاڼې په خپل لومړی مخ د ایران داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دغه لنډه خبره خپره کړی ده چې فرمائیلی یې دی په دوو(۲) ټکو کښې دایران ګران ملت ته وایم جنګ به ونشی او خبرې اترې به هم ونکړو .
هغه حضرت وویل دغه خبره دلیل لری او یوازې ادعا نه ده او یوازې خبرې کول ، اروزو کول او شعار ورکول نه دی .
دایران ولسمشر حسن روحانی له یوشمیر سیاسی فعالانو سره په کتنې کښې وویل نن سبا دا نشو ویلی چې شرایط تپلی جنګ له وخت څخه ښه یا بد دی خو دتپلی جنګ په وخت کښې مو د بانکونو، د تیلو د خرڅولو ، دشیانو د واردولو او صادرولو مشکل نه درلود او زمونږ پرضد یوازنی بندیز د وسلو د اخیستلو بندیز وو .
حسن روحانی وویل مونږ باید تسلیم نشو او پکاره ده حل لارې پیدا کړو .
د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازی د فرانسې د فکر د مهمو کوټو له چارواکو سره په غونډې کښې وویل خبرواترو ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ بلنه تبلیغات دی او هیڅ معنا نلری .
دایران دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال عباس عراقچی د انګلستان دبهرنیو چارو د وزارت د سیاسی چارو له مدیر او اټومی مرکچی ریچارډ مور سره په کتنې کښې وویل زمونږ اراده کمزوری ونه ګڼئ.
دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په مینځنی ختیځ کښې د واشنګټن د وروستی پوځی شتون د پراخولو هدف هغه څه ته په غبرګون کښې چې دایران لخوا هرډول تیریګر اقدام ګڼی د ولسمشر ټرمپ د حکومت د توان پیاوړی کول وبلل .
د امریکا دباندنیو چارو وزیر وویل له ایران سره د خبرو اترو د فرصت هرکلی کوو .
په عراق او سوریې کښې له ماتی وروسته داعش تکفیری ترهګرې ډلې په هندوستان کښې خپل ولایت اعلان کړ .
دسوډان رسنیو ددغه هیواد د انتقالی پوځی شورا دمشر د وژلو د پلان د شنډیدا خبر ورکړ .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیت لری د چین او د خپل هیواد ترمینځ په تجارتی جنګ کښې په چین باندې له مخکې څخه زیات دباو ډیر کړی .
ټرمپ حکم ورکړی چې د چین د ټولو شیانو لپاره د ګمرک یا کسټم د زیاتولو سریزې دې برابرې شی .
اروپایی اتحادیې وویل چې له ایران سره اټومی موافقې ته ژمن یوو .
د عراق ملی حکمت ډلې مشر سید عمار حکیم دامریکا په شمول د ټولو بهرنیو عسکرو دوتلو غوښتنه وکړه .
اسلامی ملګرتیا موسسې د سوریې له جولان سیمې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو د وتلو غوښتنه وکړه .
امریکا له میکسیکو سره د سرحدی دیوال پیسې دافغانستان د امنیتی ځواکونو له بودجې څخه ورکوی .
اوس به دتهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .
دایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازی وویل اروپا باید دتیروخت غلطیانې جبران کړی .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل د ناټو غلط کړچارونه نه زغمو.
د پاکستان د بلوچستان صوبې په ګوادر سیمه کښې په پرل کانټیننټل (Pearl-Continental) هوټل باندې حمله شوی ده .
د نړۍ څو هیوادونو د شمالی کوریا د اټومی بې وسلې کیدا غوښتنه وکړه .
د عراق د ملی حکومت ډلې مشر سید عمار حکیم د امریکا د پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه .
د چین په شیانو د مالیاتو له زیاتیدا وروسته دامریکا او دچین ترمینځ تاوتریخوالی نوی پړاو ته ورننوت .
د سوډان د پوځی شورا دمشر د وژلو پلان ناکامه شو .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د وینزویلا د ولسمشر نیکولس مادورو په نسکورولو کښې د بې وسې په دلیل دملی امنیت شورا له مشر جان بولټن څخه خپه دی .
د عراق د نجبا غورځنګ او دیمن انصار الله غورځنګ استازیو دامریکا دګواښونو په هکله غونډه وکړه .
په قدس کښې د روژې دمبارکې میاشتې د لومړۍ (۱)جمعې ورځې په لمانځه کښې یولک اتیازره (۱۸۰۰۰۰۰)فلسطینیانو ګډون وکړ .
د سعودی عربستان « مکه » نومی ورځپاڼې د فلسطین د حماس غورځنګ بنسټګر او معنوی مشر شیخ احمد یاسین ترهګر وباله .
د ترکیې د حکومت مخالفو ګوندونو د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پایلو د باطلولو غوښتنه وکړه .
د سعودی عربستان ال سعود رژیم د قطیف دخلکو پرضد نوی جنایت کښې ګڼ شمیر کسان مړه او ژوبل کړل .
اوس به دکابل چاپ ځینې ورځپاڼې درته وړاندې کړو چې له اینټرنیټ څخه مو راخیستی دی .
د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې پروسې، د کابل د ولسی جرګې د ټاکنو د پایلو ځنډېدو او د خبریالې مینې منګل د وژل کېدو په تړاو یو شمېر لیکنې او تبصرې خپرې کړی دی.
هېواد دولتی ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلی، په افغانستان کې د سولې هلې ځلې او د دښمن بریدونه.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی، د افغان ملت له مکررې غوښتنې او د حکومت او امریکا له هلو ځلو سره-سره نه طالب ډله سوله کوی او نه هم د اوربند وړاندیز منی.
د سرمقالې د لیکوال په باور، د حکومت له وروستیو هلو ځلو سره سره لا هم د سولې پروسه هېڅ نتیجه نهده ورکړې او په وینایې حکومت باید د سولې لپاره پر نورو لارو چارو عمل وکړی.
د ورځپاڼې د لیکوال په اند پاکستان په افغانستان کې سوله نه غواړی، روسیه هم پهدې کې ورسره یو لاس ده او ایران بیا په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړېوالې ټولنې له شتون سره مخالفت کوی او په جګړه کې خپلې ګټې ګوری.
د ورځپاڼې لیکوال وړاندیز کوی، پهداسې حالاتو کې حکومت ته اړتیا ده، څو له پاکستان سره پر چلند او اړېکو له سره کتنه وکړې، ښه او غوره دا ده چې له پاکستان سره ټولې اړیکې پرې شی او پرمخ یې منځنۍ اسیا ته سوداګریزه لاره وتړل شی.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې د امریکا د ملی امنیت سلاکار خبرو ته په اشارې ویلی چې که امریکایی ځواکونه له افغانستانه ووځی، نو حکومت به رانسکور شی چې د دغه حالت پړه یوازې پر اوسنی حکومت او په ټوله کې پر افغانانو نهده، بلکې امریکا هم مسؤله ده.
د ورځپاڼې د لیکوال په باور، له دغه ژور ناورینه د وتلو یوازینۍ لار همدغه ده چې زموږ سیاسی او ملی مشران یو بل ته لاس ورکړی او کهنه هر یو به د پریدو په لومو کې ښکېل او ولس به د پردۍ جګړې په اور کې لولپه پروت وی.
اصلاح دولتی ورځپاڼې په لومړی مخ کې د خبریالې او د ولسی جرګې د فرهنګی سلاکارې مینې منګل د وژل کېدو په تړاو لیکنه کړې.
ورځپاڼې لیکلی:
د خلکو ښمنانو یو ځل بیا د بشری او اسلامی ضد جنایت په ترسره کولو سره یوه ځوانه نجلۍ ووژله او د هغې په کورنۍ کې یې د روژه ماتې دسترخوان پرځای غم ټغر وغوړاوه.
ورځپاڼې وړاندې لیکلی، د هېواد امنیتی او دفاعی بنسټونه باید د دې پېښې عاملین ونیسی او د قانون منګلو ته یې وسپاری.
مسیر خپلواکې ورځپاڼې هم همدې پېښې په تړاو لیکلی چې تر دې مهاله د مینې منګل د ترور انګېزه معلومه نهده، خو ویل کېږی چې هغه د کورنی تاوتریخوالی قربانی شوې ده.
ورځپاڼې وړاندې لیکلی، مینې منګل ته تر دې مخکې هم د ناڅرګندو کسانو لهخوا پر ټیلیفون ګواښونه کېدل.
ماندګار خپلواکې ورځپاڼې هم په کابل کې د افغان خبریالې او د ولسی جرګې د سلاکارې مینې منګل د وژل کېدو موضوع یاده کړې ده او د کابل د پولیسو په حواله یې ویلی چې د دې پېښې په اړه تحقیقات پیل شوی دی.
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د ولسی جرګې کړکېچن برخلیک په اړه لیکنه کړې ده.
ورځپاڼې وړاندې لیکلی، سره له دې چې د ولسی جرګې له ټاکنو شاوخوا ۷ میاشتی تیریږی، خو لا هم ټاکنیزو کمېسیونونو د کابل د ولسی جرګې وروستۍ پایلې نهدی اعلان کړې او په غزنی کې خو لا هېڅ ټاکنې نهدی شوی.
ورځپاڼې وړاندې وړاندیز کړی چې ټاکنیز کمېسیونونه باید ژر تر ژره د کابل ولایت د ولسی جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړی او د ټاکنو او د هغه د پایلو ارزولو دا اوږده، ستړې کوونکې او له فساده ډکه پروسه پای ته ورسوی .