د ایران او افغانستان د خلکو اړیکې له ګاونډیتوبه لوړې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82117-د_ایران_او_افغانستان_د_خلکو_اړیکې_له_ګاونډیتوبه_لوړې_دي
په مشهد مقدس کښې د امام رضا علیه السلام د سپیڅلي حرم متولي د ایران او افغانستان د خلکو اړیکې له ګاونډیتوبه لوړې او بیخي ورورولیزې وبللې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2019 01:20 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان د خلکو اړیکې له ګاونډیتوبه لوړې دي

په مشهد مقدس کښې د امام رضا علیه السلام د سپیڅلي حرم متولي د ایران او افغانستان د خلکو اړیکې له ګاونډیتوبه لوړې او بیخي ورورولیزې وبللې.

حجت الاسلام والمسلمین احمد مروي د فاطمیون شهیدانو له یوشمیر کورنیو او د افغانستان له ځینو عالمانو، استاذانو، طلابو او د دغه هیواد د کلتوري، ټولنیزو او رسندوي فعالانو په کتنه کښې څرګنده کړه: ایرانیانو د افغانستان خلک تل په سخت محنت، صبر او قناعت پیژندلي دي.

د نړۍ د مسلمانانو د اتم معصوم امام د حرم متولي په دې خبرې سره چې افغانستانیان په عین حال کښې چې صابر او قانع دي خو هیڅکله یې نیواکګري او استعمار نه دی زغملی او هیڅ نیواکګر نه دی توانیدلی چې په افغانستان کښې پاتې شي، څرګنده کړه: په دې مقاومت کښې د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو افغانستاني وروڼو ترڅنګ و او په راتلونکي کښې به یې هم ترڅنګ پاتې شي.

حجت الاسلام مروي د اهل بیتو علیهم السلام د حرم او حریم په دفاع کښې د فاطمیونو میړانې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: له ظلم او نیواکګرۍ سره په مبارزه کښې د افغانستان د خلکو مجاهدانه روحیه له اسلام او د رسول ا... مبارک له اهل بیتو سره د هغوي په مینې او ارادت کښې جرړه لري.

هغه هم داشان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د افغان کډوالو ملاتړ زمونږ دیني او انساني دنده ده، څرګنده کړه: په دې لړ کښې په ښوونځیو کښې د افغانستاني زده کونکو د نوم لیکنې په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر مهم حکم یو واضح عملي سمبول دی.

د ویلو ده چې نن سبا د قانوني مدارکو لرونکي او نه لرونکي کابو درې میلیونه (دیرش لکه) افغان کډوال په ایران کښې اوسیږي او بې له هیڅ ډول توکمپالنې د ایران د اسلامي جمهوریت په ښوونیزو، درملیزو او صِحي خدماتو استفاده کوي.