روحانی :ایران له دې ډیر پیاوړې دې چی څوک یې وګواښلې شی
ډاکټر حسن روحانی پر دې په ټینګار سره چی نن د دښمنانو لخوا د ډول ډول ګواښونو شاهد یو ، وویل په عزت او سر لوړۍ او د غلیمانو په ماتې سره به له دغه سخت پړاوه هم تیر شو .
د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې ویبپاڼۍ له راپور سره سم د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د درست ایران د اهل سنتو له عالمانو او پوهانو سره په کتنه کی ټینګار وکړ اسلامی جمهوریت او ایرانې ملت له دې ډیر لوی دی چی څوک یې وګواښلې شی .
ډاکټر حسن روحانی پر دې په ټینګار سره چی نن د دښمنانو لخوا د ډول ډول ګواښونو شاهد یو ، وویل په عزت او سر لوړۍ او د غلیمانو په ماتې سره به له دغه سخت پړاوه هم تیر شو .
روحانی د انقلاب په درستو ډګرونو کی د اهل سنتو فعال شتون او مشارکت ته په اشارې سره وویل اهل سنت په درستو ډګرونو په تیره بیا د انتخاباتو په ډګر کی په صندوقونو کی رای اچوی او خپل استازی غوره کوی .
د اسلامی ایران ولسمشر وویل د ایران اسلامی انقلاب په یوه ځانګړی مذهب پورې اړه نلری بلکې د ایران درستو خلکو او مذهبونو په انقلاب کی شتون او فعال ګډون درلودلی دی او دا ټول د هیواد او انقلاب خاوندان دی .
ښاغلی روحانی جوته کړه چی نن شاهد یو چی څرنګه شیعه او سنی د یوه بل په څنګ کی د هیواد د پراختیا او پرمختګ لپاره کار کوی .