روحانی :ایران له دې ډیر پیاوړې دې چی څوک یې وګواښلې شی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82139-روحانی_ایران_له_دې_ډیر_پیاوړې_دې_چی_څوک_یې_وګواښلې_شی
ډاکټر حسن روحانی پر دې په ټینګار سره چی نن د دښمنانو لخوا د ډول ډول ګواښونو شاهد یو ، وویل په عزت او سر لوړۍ او د غلیمانو په ماتې سره به له دغه سخت پړاوه هم تیر شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2019 01:16 Asia/Kabul
  • روحانی :ایران له دې ډیر پیاوړې دې چی څوک یې وګواښلې شی

ډاکټر حسن روحانی پر دې په ټینګار سره چی نن د دښمنانو لخوا د ډول ډول ګواښونو شاهد یو ، وویل په عزت او سر لوړۍ او د غلیمانو په ماتې سره به له دغه سخت پړاوه هم تیر شو .

د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې ویبپاڼۍ له راپور سره سم د اسلامی ایران ولسمشر  ښاغلی حسن روحانی د درست ایران  د اهل سنتو له عالمانو او پوهانو سره په کتنه کی ټینګار وکړ اسلامی جمهوریت او ایرانې ملت له دې ډیر لوی دی چی څوک یې وګواښلې شی .

ډاکټر حسن روحانی پر دې په ټینګار سره چی نن د دښمنانو لخوا د ډول ډول ګواښونو شاهد یو ، وویل په عزت او سر لوړۍ او د غلیمانو په ماتې سره به له دغه سخت پړاوه هم تیر شو .

Image Caption

 

روحانی د انقلاب په درستو ډګرونو کی د اهل سنتو فعال شتون او مشارکت ته په اشارې سره  وویل اهل سنت په درستو ډګرونو په تیره بیا د انتخاباتو په ډګر کی په صندوقونو کی رای اچوی او خپل استازی غوره کوی .

د اسلامی ایران ولسمشر وویل د ایران اسلامی انقلاب په یوه ځانګړی مذهب پورې اړه نلری  بلکې د ایران درستو خلکو او مذهبونو په انقلاب کی شتون او فعال ګډون درلودلی دی او دا ټول د هیواد او انقلاب خاوندان دی .

ښاغلی روحانی جوته کړه چی نن شاهد یو چی څرنګه شیعه او سنی د یوه بل په څنګ کی د هیواد د پراختیا او پرمختګ لپاره کار کوی .