اسلامی ایران د زور او ګواښ خبرې نه منی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82166-اسلامی_ایران_د_زور_او_ګواښ_خبرې_نه_منی
په ملګروملتو کې د ایران دایمی استازی په دې باب چې ایران د ایټمی وسلو په ترلاسه کولو پسې دی ، ټینګار کړی ، دایران اسلامی جمهوریت په ایټمی وسلو پسې نه دی ،ځکه دا د خپل دین اواعتقاد په خلاف ګڼی او ایټمی وسلې د اسلامی ایران په دفاعی نظرئې کې هیڅ ځای نه لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 15, 2019 03:26 Asia/Kabul
  •  اسلامی ایران د زور او ګواښ  خبرې نه منی

په ملګروملتو کې د ایران دایمی استازی په دې باب چې ایران د ایټمی وسلو په ترلاسه کولو پسې دی ، ټینګار کړی ، دایران اسلامی جمهوریت په ایټمی وسلو پسې نه دی ،ځکه دا د خپل دین اواعتقاد په خلاف ګڼی او ایټمی وسلې د اسلامی ایران په دفاعی نظرئې کې هیڅ ځای نه لری .

په ملګروملتو کې داسلامی ایران سفیر اودایمی استازی مجید تخت روانچی بیګا له سی این این ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې وئیلی دی ، امریکا همدااوس پر ایران ددباؤ په زیاتولو پسې ده  او بیا څرنګه تمه لری ، چې تهران  له دغو دباؤنو سره سره،دخبرواترو وړاندیز ومنی.

 تخت روانچی په دې باب  دځینو رسندویود راپور په باب چې  واشنګټن نیّت لری ،له ایران سره دمقابلې لپاره مینځنی ختیځ سیمې ته یو لک شل زره پوځی ځواک ولیږدوی،روښانه کړې،دایران له نظره،دغه  ډول اقدامات نفسیاتی جنګ دی او ایران  هیڅکله هم  دنښتې اوشخړې پ رامینځةکولو پسې نه دی ،ځکه چې  په سیمې کې  له دغه ډول ښکیلیدا هیڅوک  ګټه   نه شی وړلی . 