دایران ملت په وحدت اویووالي سره دسلطې دنظام دسیسې شنډولی شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82298-دایران_ملت_په_وحدت_اویووالي_سره_دسلطې_دنظام_دسیسې_شنډولی_شي
محمود علوي د موجوده مشکلاتو اوستونزو نسبت حکومت او نظام سره اړونده کول د دښمنانو په تیره بیا دجنایتکارې امریکا غوښتنه وبلله او زیاته ئې کړې ده .باید دعمومی افکارو په پوهولو سره خلک د اسلامی نظام په ضد د استکبار د دښمنۍ د اصلي عامل له سپیرو اقداماتو خبر شي ، او په ښو تدبیرونو او عمل سره پر درستو مشکلاتوبرلاسه شوو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 21, 2019 08:55 Asia/Kabul
  • دایران ملت په وحدت اویووالي سره دسلطې دنظام دسیسې شنډولی شي

محمود علوي د موجوده مشکلاتو اوستونزو نسبت حکومت او نظام سره اړونده کول د دښمنانو په تیره بیا دجنایتکارې امریکا غوښتنه وبلله او زیاته ئې کړې ده .باید دعمومی افکارو په پوهولو سره خلک د اسلامی نظام په ضد د استکبار د دښمنۍ د اصلي عامل له سپیرو اقداماتو خبر شي ، او په ښو تدبیرونو او عمل سره پر درستو مشکلاتوبرلاسه شوو .

 ایرناخبری اژانس راپور ورکړ ،  دایران داسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزیر سید محمود علوي  نن په کرمانشاه کې  د ولایتي شورا په غونډې کې پخپلې وینا کې  دایران د ولس په ضد دامریکا جنایتکارو  بندیزونو ته په اشارې سره  ووئیل باید  د ولایت تر بیرغ لاندې په ملی وحدت او انسجام سره  او په یوه خوله  حرکت وکړو او  دسلطې دنظام  درستې نقشې پر اوبو لاهوو کړو .

محمود علوي  د  موجوده مشکلاتو اوستونزو نسبت   حکومت او نظام سره اړونده کول د دښمنانو په تیره بیا د  جنایتکارې امریکا غوښتنه وبلله او زیاته ئې کړې ده . باید د عمومی افکارو په پوهولو سره  خلک  د اسلامی نظام په ضد د  استکبار د دښمنۍ   د اصلي عامل له سپیرو اقداماتو خبر شي ،  او  په ښو تدبیرونو او عمل  سره   پر درستو مشکلاتوبرلاسه شوو .  

 هغه هغو شرائطو ته په اشارې سره چې  دښمنان د مونږ  دهیواد په ضد حتی د ګاونډیانو د الوتونو دمنع کولو او د وارداتو اوصادراتو محدودیتونه رامینځة کوي،وئيلي دي مسئولان او  رسندوئې باید ولس ته وښئ چې  دښمنان  د هیواد دتسلیمولو په  لټه کې دي او  که ضرورت شو نو دایران میړنی ولس به یو ځل بیا  ډګر ته راووځي او د د ښمنانو درستې  درستې دسیسې به  بیا شنډې کړي