دایران ملت په وحدت اویووالي سره دسلطې دنظام دسیسې شنډولی شي
محمود علوي د موجوده مشکلاتو اوستونزو نسبت حکومت او نظام سره اړونده کول د دښمنانو په تیره بیا دجنایتکارې امریکا غوښتنه وبلله او زیاته ئې کړې ده .باید دعمومی افکارو په پوهولو سره خلک د اسلامی نظام په ضد د استکبار د دښمنۍ د اصلي عامل له سپیرو اقداماتو خبر شي ، او په ښو تدبیرونو او عمل سره پر درستو مشکلاتوبرلاسه شوو .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړ ، دایران داسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزیر سید محمود علوي نن په کرمانشاه کې د ولایتي شورا په غونډې کې پخپلې وینا کې دایران د ولس په ضد دامریکا جنایتکارو بندیزونو ته په اشارې سره ووئیل باید د ولایت تر بیرغ لاندې په ملی وحدت او انسجام سره او په یوه خوله حرکت وکړو او دسلطې دنظام درستې نقشې پر اوبو لاهوو کړو .
محمود علوي د موجوده مشکلاتو اوستونزو نسبت حکومت او نظام سره اړونده کول د دښمنانو په تیره بیا د جنایتکارې امریکا غوښتنه وبلله او زیاته ئې کړې ده . باید د عمومی افکارو په پوهولو سره خلک د اسلامی نظام په ضد د استکبار د دښمنۍ د اصلي عامل له سپیرو اقداماتو خبر شي ، او په ښو تدبیرونو او عمل سره پر درستو مشکلاتوبرلاسه شوو .
هغه هغو شرائطو ته په اشارې سره چې دښمنان د مونږ دهیواد په ضد حتی د ګاونډیانو د الوتونو دمنع کولو او د وارداتو اوصادراتو محدودیتونه رامینځة کوي،وئيلي دي مسئولان او رسندوئې باید ولس ته وښئ چې دښمنان د هیواد دتسلیمولو په لټه کې دي او که ضرورت شو نو دایران میړنی ولس به یو ځل بیا ډګر ته راووځي او د د ښمنانو درستې درستې دسیسې به بیا شنډې کړي