ملګری ملتونه دې دسیمې د دسیسو په باب ځير ووسي
ایران تل جنګ جګړې رد کړي او هیڅکله به جنګ دخپل بهرنی سیاست دتعقیبونې لپاره د ټاکنې او سټراټژۍ په توګه غوره نه کړي ، خو باید په ډاګه ووایو چې که پر مونږ جنګ وتپل شي،نو ټول دې یاد وساتي،چې اسلامی ایران به دخپلې روا او مسلمې دفاع له حق څخه په استفادې سره په وسپنیز سوک او چورلټ ډول د خپل ملت او خپلو ګټو دفاع وکړي
زمونږخبریال راپورراکړ په ملګروملتو کې داسلامی ایران دایمي استازی مجید تخت روانچي ملګروملتو سرمنشي او دامنیت شورا مشر ته په جلاجلا لیک لیږلو سره خبرداری ورکړی ، دا لیک تاسو ته په فارس خلیج سیمې کې د وروستیو خبرداري ورکونکي وضعیّت په باب لیکم باید ّځیر ووسئ ، دم ګړۍ داسې نښې نښانې رابرسیره شوي دي ، چې له دغې سیمې ځیني خاص بهرنۍ ټولنې په دروغو ، جعلی اطلاعاتو او پر نورو په تپلو سره او دغه راز په مینځني ختیځ کې دخپلو متحدانو په ملاتړ په تکیې او ورسره سیمې ته دسمندري ځواکونو په لیږدولو سره دخپلو نارواؤ ګټو په تعقیبونې پسې دي ، او دحالاتو دترینګلتیا هڅه کوي .
روانچي په دوام کې وئيلي دي د دوي موخه ،دفارس خلیج هیوادونو ترمینځ درز رامینځةکول او په دغې سیمې کې د تاؤتریخوالو اوناکراریوپه زیاتولو سره د حالاتو ترینګلتیا بریښول دي که دغه وضعیّت کنټرول نشي ، نو ممکنه ده ، ډير یا زر به دغه حالات له کنټروله ووځي اوپه دغې سیمې کې به د یوې بل غیر ضروري بحران لامل شي.
په ملګروملتو کې داسلامی ایران استازي روښانه کړې ده،اسلامی ایران په کرتو ددغه شان ټولنو دسپیرو نیّتونو اوفتنې رامینځة کولو او دهغوی د سپیرو موخو د سیمه ایزو او نړیوالو پایلو په باب خبرداری ورکړي دي . ایران تل جنګ جګړې رد کړي او هیڅکله به جنګ دخپل بهرنی سیاست دتعقیبونې لپاره د ټاکنې او سټراټژۍ په توګه غوره نه کړي ، خو باید په ډاګه ووایو چې که پر مونږ جنګ وتپل شي،نو ټول دې یاد وساتي،چې اسلامی ایران به دخپلې روا او مسلمې دفاع له حق څخه په استفادې سره په وسپنیز سوک او چورلټ ډول د خپل ملت او خپلو ګټو دفاع وکړي