د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د خلکو قدرونه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82541-د_ایران_د_اسلامي_تبلیغاتو_د_غږملتیا_شورا_د_خلکو_قدرونه_وکړه
د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د قدس د ورځې په لاریون کښې د اسلامي ایران د ولایتمدار او استکبار دښمنه ولس د پرتمین شتون په وجه د خلکو قدرونه او مننه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2019 03:38 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د خلکو قدرونه وکړه

د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د قدس د ورځې په لاریون کښې د اسلامي ایران د ولایتمدار او استکبار دښمنه ولس د پرتمین شتون په وجه د خلکو قدرونه او مننه وکړه.

د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نړۍ د مسلمانانو د وړومبۍ قبلې، مسجد الاقصی او قدس شریف لپاره د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره په غږملتیا او اوږه په اوږه د اسلامي ایران د ستر ولس د زوږناکې نندارې او شتون د سترې حماسې د پنځولو قدرونه او مننه وکړه.

په دغه بیانیه کښې راغلي دي: سږ کال د قدس د نړیوالې ورځې لاریون او په کښې د نړۍ د نورو مسلمانانو او پتمنو ترڅنګ د ټول ایران د ستر ولس او روژتي خلکو ولوله ناک ګډون، د ایران د اسلامي جمهوریت د سټراټیجک نفوذ او اقتدار او د نرم قدرت ژورتیا او د غاصب صهیونیسټي رژیم په نابودۍ کښې د حضرت امام خمیني(رح) او د اسلامي انقلاب د پیغام او کلام اغیزه څرګنده کړه او د پیړۍ د دروغجنې معاملې په هکله پر امریکايي-صهیونیسټي پلان یې د بطلان کرښه راکښله.