روحاني: ايران په سيمه کښې د امنيت پياوړتيا غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82648-روحاني_ايران_په_سيمه_کښې_د_امنيت_پياوړتيا_غواړي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، ايران په سيمه کښې د امنيت پياوړتيا غواړي او له نورو هيوادونو سره جنګ ته هيڅ ګروهنه نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2019 00:48 Asia/Kabul
  • روحاني: ايران په سيمه کښې د امنيت پياوړتيا غواړي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، ايران په سيمه کښې د امنيت پياوړتيا غواړي او له نورو هيوادونو سره جنګ ته هيڅ ګروهنه نه لري.

ډاکټر حسن روحاني پرون د قطر له امير سره په ټيلفوني تماس کښې د نېکمرغه وړوکي اختر د مبارکۍ په ويلو سره چې زياته کړه، که يو هېواد د ايران په خلاف يو غېر عاقلانه اقدام وکړي نو بې له شکه به له پرېکنده او پښېمانونکي ځواب سره مخامخ شي.

روحاني په دې باندې په تاکيد سره چې د سيمې مسائل او مشکلات فوځي حل لاره نه لري واضحه کړه، د عراق د بعث رژيم د معدوم ډېکټاټور صدام لخوا د کويت د نيولو، په يمن باندې د سعودي او اماراتو د حملې او د قطر د حکومت د محاصرې  په وختونو کښې د ايران دريځونه دا خبره ثابتوي چې ايران له جنګ، دباو او بائيکاټ سره مخالف دے.

روحاني د دې په بيانولوسره چې سعودي او امارات له ايران،يمن او قطر سره ناسم تعلقات لري وويل، د سعوديانو او اماراتيانو دغه چلند به د ټولې سيمې په زيان وي.

د قطر امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني هم د وړوکي اختر د مبارکۍ په ويلو سره د قطر او ايران تعلقات تاريخي تعلقات وبلله او د قطر د محاصرې په وړاندې د تهران د دريځونو په قدرونې سره يې وويل، دوحه هيڅکله د تهران رغانده دريځونه نه هېروي او له دې امله په ټولو ډګرونو کښې له ايران سره د تعلقاتو د پراختيا غوښتونکے دے.