ظريف وایی دروغجن بی ټيم يو ځل بيا جنجال جوړ کړی دې
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان بولټن له دغې پېښې وروسته په يوې بې اساسه ادعا کښې وويل، په دې کښې شک نشته چې ايران د اماراتو د الفجېره بندر په څو تېل وړونکو کيشتيو د حملې د پېښې شا ته شتون لري.
د ايران خارجه وزير ښاغلی محمد جواد ظریف د اماراتو د الفُجېره بندر په پېښه کښې د ايران په تورنولو کښې د صهيونېسټي جاسوسي ادارې موساد د رول په غبرګون کښې ټینګار وکړ، دروغجن بی ټيم يو ځل بيا جنجال او شور ماشور جوړ کړی دی .
صهيونېسټي رسنيو د نهې په ورځ وويل، د صهيونېسټ رژيم جاسوسي ادارې موساد د اماراتو په الفجېره بندر کښې د څو چاودنو له رامنځته کېدو او د څلورو تېل وړونکو کيشتيو له زيانمنېدو کابو درې اونۍوروسته امريکا دې ته راضي کړې ده چې ايران په دغه پېښه کښې اصلي تورن اعلان کړي.
د فارس خبري آژانس د راپور له مخې محمد جواد ظريف په خپل ټوئيټ کښې وليکل، ايران د پېښو د رامنځته کېدو او د غلطو نښو نښانو ورکولو په باره کښې په ځلونو خبرداری ورکړی ،خو دا ځل موساد د الفجېره په وران کارو عملياتوکښې د ايران د رول له لوبولو سره اړوند معلومات تحريف کړي دي.
د تېرې مۍ مياشتې په دولسمه د اماراتو په الفجېره بندر کښې د يوې سختې چاودنې ضد و نقیض خبرونه خپره شول چې لومړې دغه خبر د اماراتي چارواکو لخوا رد شو خو په دوام کښې د دغه هېواد خارجه وزارت اعلان وکړ چې د اماراتو له سيمه ايزو اوبوسره نزدې څلور کشتۍ دوران کارو اقداماتو ښکار شوي دي.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان بولټن له دغې پېښې وروسته په يوې بې اساسه ادعا کښې وويل، په دې کښې شک نشته چې ايران د اماراتو د الفجېره بندر په څو تېل وړونکو کيشتيو د حملې د پېښې شا ته شتون لري.
«بی ټيم» ته د ايران د خارجه وزير اشاره په نړۍ کښې څو جنګ غوښتونکو سياستوالانو ته ده چې د نوم يا لقب لومړې حرف يې په «بی» حرف سره پیلیږی لکه د صهيونېسټ رژيم د لومړی وزیر بنيامين نتنياهو، د سعودي وليعهد بن سلمان، د اماراتو وليعهد بن زايد او د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار بولټن .