باید پام وکړو چې په ایران کې د مقاومت فرهنګ پیاوړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82701-باید_پام_وکړو_چې_په_ایران_کې_د_مقاومت_فرهنګ_پیاوړی_دی
د امریکا د استخباراتی ادارې سی آېی اې پخوانی مشر څه موده مخکې هم امریکا د کانګرس له ډیموکراټو استازو سره په یوې غونډې کې هم ټینګار کړی ، ایران د واشنګټن غوښتنو نه نه تسلیمیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 09, 2019 09:15 Asia/Kabul
  • باید پام وکړو چې په ایران کې د مقاومت فرهنګ پیاوړی دی

د امریکا د استخباراتی ادارې سی آېی اې پخوانی مشر څه موده مخکې هم امریکا د کانګرس له ډیموکراټو استازو سره په یوې غونډې کې هم ټینګار کړی ، ایران د واشنګټن غوښتنو نه نه تسلیمیږی .

 د امریکا د استخباراتی ادارې سی آئی اې پ خوانی مشر جان برِنن له آئیریش ټایمز ورځپاڼې سره په  خبرو کې د ټرمپ حکومت په ایرانی ضدسیاستونو په سختو نیوکو سره وئیلی دی ، باید پام ولرو چې  په ایران کې د مقاومت فرهنګ شته ،امریکاپه دې تیروتنی خیال سره چې ایران به  بدل کړی،پر دغه هیواد دباؤنه زیات کړی،خو دا موضوع ددغه بندون لامل شوې ده، ځکه چې  په ایران کې د مقاومت کلچر ډیر پیاوړی دی . 

 سی آئې اې  پخوانی مشر دغه راز ووئیل پر ولسمشر ټرمپ زما اعتراض  په دې دلیل نه دی چې هغه د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې څخه د  وتلو او د شمالی کوریا د موضوع د مدیّریت  پشمول ځینی ډیر احمقانه کارونه ئې کړی دی ، بلکې  دهغه ډیر سیاستونه ډیر نیمګړی  او په بشپړ ډول د هغه دشخصی سیاست د موقعّیت  د پیاوړی کولو لپاره ګڼم .

 جان برنن  زیاته کړې که  له ټرمپ سره  دما دا یوازینی مشکل وائ نو چپتیا  به مو غوره کړې وه ، خو هغه څه چې ما لازیات غوسه کوی،د ولسمشرۍ د څوکۍ  کړن لارې او اخلاقی اصولو ته دهغه پابندی نه کول دی . هغه روښانه کړې،ډونالډټرمپ  نه یوازې د امریکابلکې  د نړۍ خلک هم ګمراه کوی.

 دامریکا د استخباراتی  ادارې سی آېی اې دغه پخوانی مشر څه موده مخکې هم امریکا د کانګرس له ډیموکراټو استازو سره په یوې غونډې کې  هم ټینګار کړی ،  ایران  د واشنګټن غوښتنو نه نه تسلیمیږی .