له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د ایران ستراتیژۍ:-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82703-له_ګواښونو_سره_د_مقابلې_لپاره_د_ایران_ستراتیژۍ
دایران اسلامی جمهوریت خپلې دفاعی وړتیاوې له موجودو ګواښونو څخه د حقیقی جاجونې پراساس پلان کړی دی او هر چیرې ضروری وی دغه وړتیاوې به پیاوړی کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2019 09:51 Asia/Kabul
  • دایران د ملي امنیت ډاکټرین د ګواښونو پرضد اغیزشیندونکي دفاع ته په رسیدا متمرکز دی .
    دایران د ملي امنیت ډاکټرین د ګواښونو پرضد اغیزشیندونکي دفاع ته په رسیدا متمرکز دی .

دایران اسلامی جمهوریت خپلې دفاعی وړتیاوې له موجودو ګواښونو څخه د حقیقی جاجونې پراساس پلان کړی دی او هر چیرې ضروری وی دغه وړتیاوې به پیاوړی کړی .

دایران دفاع وزیر امیر حاتمی په تیرې شنبې ورځ په دې زمینه کښې په یولړ څرګندونو کښې د اسلامی جمهوریت د دفاعی او دپوځی وسونو زیاتیدل له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د پوځی ستراتیژۍ ترټولو مهم چورلیز وباله او زیاته یې کړه دایران داسلامی جمهوریت لوړ دفاعی او یرغلیز قدرت له دښمن څخه د هرډول پوځی تیری جرات اخیستی دی .

هغه په دې خبرې سره چې دایران دښمانان په تیره بیا امریکا او صهیونیسټ رژیم د متحده عربی اماراتو په الفجیره (Fujairah)بندر کښې دتیلو په څو کشتیو باندې د بریدونو په شان په  سیمه کښې له هرې پیښې څخه دایران پرضد د سیاسی فضا جوړونې او د تور د لګولو لپاره استفاده او هڅه کوی وویل د دښمانانو ګټې له ایران څخه د هیوادونو په  ویرولو سربیره په سیمه کښې د بلوا او د ناامنۍ رامینځته کول ، د وسلو خرڅول ، دسیمې د شتمنیو د چورتالان او په نهایت کښې د فسطین دمسلې په هیرولو کښې دی  .

دایران اسلامی جمهوریت دخپلو ستراتیژیکو اصولو پراساس تل په نړیوال امنیت او سولې پسې دی .

له همدې کبله جنګ او  تاوتریخوالی هیڅکله د ایران په پوځی ډاکټرین کښې ځای نه دی لری او نه یې لری .

همدغه ځانګړتیا سبب شوی ده چې د خپلواکه او د حقیقت بینه شناندو له نظره دایران رول د نړیوال امنیت او دسولې په زمینه کښې دفعال لوبغاړی په توګه مطرح شی .

دایران داسلامی جمهوریت  په ستر پوځی سیاست کښې دفاعی ستراتیژۍ د هیواد د ملی ګټو ، ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلواکۍ ددفاع کولو په معنا دی  خو دسیمې شرایط او دایران د  ګیرچاپیر سیمو د ناامنه کولو لپاره د دښمانانو پرله پسې خوځښتونه دا ایجابوی دایران اسلامی جمهوریت له ګواښونو سره متناسب خپل پوځی قدرت  د علمی ځانګړتیاو، د ځواکونو دتخصصی توان او د تجهیزاتو پراساس پیاوړی کړی .

نو ځکه خو په دې لړ کښې دوه(۲)مهم هدفونه تعقیب شوی دی .

لومړۍ(۱) هدف د ایران دوسله والو ځواکونو په دفاعی ظرفیتونو کښې دجوړښتی بدلون رامینځته کول دی کوم چې د امنیت په دفاع  او له ګواښونو سره په مقابلې کولو کښې ستراتیژیک رول لری .

دوهم(۲) هدف  د دفاعی اصل په کامل ډول په اجرا ټینګار دی .

ددغه اصل پراساس ایران همدا اوس ددفاعی قدرت له نظره  د ضرورت په بڼه کښې په یرغلیزو عملیاتو کښې دغه ظرفیت لری چې په خپل پوځی توان تکیې سره په سیمه کښې د ناامنۍ د رامینځته کونکو بهیرونو او ګواښونو په مقابل کښې مقاومت وکړی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په تهران کښې د حضرت امام خمینی رحمت الله علیه د ملکوتی رحلت د دیرشمې (۳۰) کلیزې په دستورو کښې د ایران دملت او د چارواکو لپاره د امام خمینی رح د ستر درس په توګه د مقاومت او ددریدا د لارې او دمنطق د اړخونو او برخو په بیانولو سره ټینګار وکړ دغه له جذابې ډکه لاره او فکر هره ورځ له مخکې څخه زیات ملتونه ځان ته جلبوی او دایران ملت او حکومتی چارواکی هم به هم دغه الهی روښانه لارې ته په ټولو اقتصادی ، سیاسی ، پوځی ، ټولنیزو او کلتوری اړخونو کښې دفاعی ټکی ته تر رسیدا پورې دوام ورکړی .

په حقیقت کښې هماغه ډول چې د ایران دفاع وزیر امیر حاتمی  ویلی دی دایران اسلامی جمهوریت خپلې دفاعی وړتیاوې له موجودو ګواښونو د حقیقی جاجونې پراساس طراحی او پلان کړی دی .

تر دې چې د امریکا ځینو شناندو هم په دغه حقیقت اعتراف کړی دی .

دامریکا نیشنل اینټرسټ( National Interest ) مجلې د ۲۰۱۷ میلادی کال په نوامبر میاشت کښې د ایران د پوځی توان په زمینه کښې په یوه(۱) راپور کښې ولیکل  دایران د سیمه ییزو دریځونو حقیقی جاجول ددې ښودنه کوی چې دایران د ملی امنیت ډاکټرین د ګواښونو پرضد اغیزشیندونکی دفاع ته په رسیدا متمرکز دی .

بله مسله چې له ګواښونو سره په مقابلې کښې یې دایران داسلامی جمهوریت  د دفاعی قدرت او د وسونو پیاوړتیا په یوه(۱) مهم ضرورت بدله کړی د په سیمه کښې د لاسوهونکو قدرتونو د کړکیچ د  رامینځته کولو رول دی چې دفارس خلیج حوزې په ځینو عربو هیوادونو د وسلو د خرڅولو په هدف سره هڅه کوی سیمه زیاته کړکیچنه وښیی .

امریکا او ځینې اروپایی هیوادونه په داسې حال کښې دایران د اسلامی جمهوریت د دفاعی او دتوغندوی قدرت له پیاوړتیا سره مخالف دی او هغه د تهران پرضد دنویو بایکاټونو د اعمالولو لپاره یوه (۱) پلمه ګرځوی چې دوې (امریکا او اروپایی هیوادونه)په خپله د لویدیځې اسیا (مینځنی ختیځ )کړکیچنې سیمې ته ترټولو زیاتې وسلې صادروی .