معظم رهبر د آيت الله محقق کابلي په رحلت کولو تسليت ووايۀ
Jun 12, 2019 10:06 Asia/Kabul
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په يو پېغام کښې د مجاهد عالم آيت الله الحاج شېخ قربانعلي محقق کابلي د رحلت په مناسبت ټولو افغان وروڼو په تېره بيا د هغۀ محترمې کورنۍ، مقلدينو، ارادت لرونکو او شاګردانو ته تسليت ووايۀ.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د اطلاع رسونې د سيائيټ د رپوټ له مخې حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي نن په خپل پېغام کښې د ارواښاد د درجاتو د بلندۍ ورلره د الهي رحمت او مغفرت دعا وکړه.
د افغانستان ستر عالم آيت الله قربانعلي محقق کابلي چې د ايران په قم مقدس ښار کښې مېشته ؤ د تېر ګل په ورځ په دغه ښارکښې له فاني دنيا سترګې پټې کړې.
د آيت الله مقق کابلي جسد مبارک به سبا د پنجشنبې (زيارت) په ورځ د حضرت بي بي معصومه (س) په پاک حرم کښې خاورو ته سپارل کيږي.
ټیګونه