عراقچي: شپېتۀ ورځنے مهلت به په هيڅ وجه تمديد نه شي
په سياسي چارو کښې د ايران د خارجه وزير لوړرتبه مرستيال د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست د مشرې له مرستيالې سره له کتنې وروسته وويل، د برجام د لورو د کوتاهيانو د تلافۍ لپاره شپېتۀ ورځنے مهلت به په هيڅ وجه تمديد نه کړې شي.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې سيد عباس عراقچي پرون د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست د مشرې له مرستيالې هېلګا شمېډ سره له کتنې وروسته تاکيد وکړه، تهران يوازې د تکراري بيانيو د جاري کولو لپاره د برجام اېټمي موافقې د ګډ کمېشن غونډه نه جوړوي.
عراقچي په دې باندې په تاکيد سره چې تهران لا تر اوسه له اروپايانو څخه څه محسوسېدونکے اقدام نه دے ليدلے زياته کړه، اروپايان کولې شي د ايران لپاره په بېنکي، تېلو، انرجۍ، ټرانسپورټ او پانګونې په برخو کښې يوه لا پېدا کړي خو تر اوسه د دغو مواردو له اجراء څخه ناتوانه وو او دي.
د ايران د اېټمي مذاکراتي ټيم لوړ رتبه غړي تاکيد وکړ، د شپېتۀ ورځني مهلت په ختمېدوسره ورپسې ګامونه يا هم هغه دويم ګام اوچتوي، مګر دا چې د برجام اېټمي موافقې لوري د ايران غوښتنې پوره کړي.
هېلګا شمېډ چې د ايران د بهرنيو چارو د وزارت له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره په تهران کښې ده پرون له سيد عباس عراقچي سره کتنه او خبرې اترې وکړې.