په لویدیځی آ سیا کې دې ښکیل لوری له زغمه کار واخلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82844-په_لویدیځی_آ_سیا_کې_دې_ښکیل_لوری_له_زغمه_کار_واخلی
کابو څلویښټ ورځې مخکې د ایران دملی امنیت لوړې شورا دیوې اعلامیې په خپرولو سره له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د وتلو په دلیل د امریکا دیواړخیز اقدام په محکومولو سره په دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې په پاتې اروپائی هیوادونو هم پخپلو ژمنتیاؤ کې د لټیو اوکم کاریو په خاطر سختې نیوکې کړی دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 17, 2019 10:44 Asia/Kabul
  • په لویدیځی آ سیا کې دې ښکیل لوری له زغمه کار واخلی

کابو څلویښټ ورځې مخکې د ایران دملی امنیت لوړې شورا دیوې اعلامیې په خپرولو سره له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د وتلو په دلیل د امریکا دیواړخیز اقدام په محکومولو سره په دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې په پاتې اروپائی هیوادونو هم پخپلو ژمنتیاؤ کې د لټیو اوکم کاریو په خاطر سختې نیوکې کړی دی.

د اروپائی شورا ټیلیویژنی چینل  راپورورکړی،د اروپائی  اتحادئې د بهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریګا موګرینی  نن  په لوګزامبرګ کې د اروپائی د خارجه او دفاعی  چارو د وزیرانو په غونډې کې له ګډون وروسته د خبریالانو په ټول کې  وئیلی دی ،هماغه ډول چې  په تیرو ورځو کې  مو وئیلی دی ، مونږ په لویدیځی آسیا سیمې کې د لازیات زغم او  ځیرتیا غوښتونکی یوو .

 د اروپائی اتحادئې دخارجه واودفاعی چارو وزیرانو نن سهار په لوګزامبر ګ کې  په لویدیځی آسیا سیمې کې د زیاتیدونکو تاؤتریخوالو د ارزونې او په عمان سمندر کې د دو تیلی کشتیو  دچاودنې په سر راپورته شوی بحثونو  دسپړلو په موخې سره  غونډه جوړه کړې  ده .

 همداراز وئیل شوی ،ددغې غونډې بله مهمه موضوع به  دایران له خوا دجامعې نړیوالې ا یټمی موافقې د مادو دبشپړ اجرا په باب  شپیته ورځنی الټی میټم وی .

کابو څلویښټ ورځې مخکې د ایران  دملی امنیت  لوړې شورا دیوې اعلامیې په خپرولو سره  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د وتلو په دلیل  د امریکا د یواړخیز اقدام په محکومولو سره  په دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې په پاتې   اروپائی هیوادونو هم پخپلو ژمنتیاؤ کې  د لټیو اوکم کاریو  په خاطر سختې نیوکې کړی دی. ایران همداراز په دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې  پاتې هیوادونو ته پخپلې خبرداری ورکونکی اعلامیې کې  شپیت ورځ مهلت ورکړی ،څو  پخپلو ژمنو په تیره بیا دتیلی او بانکی حوزو کې پخپلو  ژمنو عمل وکړی اوکه په دغه ورکړل شوی  وخت کې  نوموړی هیوادونه دخپلو ژمنو په پوره کولو کې بیا پاتې راغلل ، نو تهران به په ورپسې مرحلې کې د یورانیمو دپخولو  له سوئې سره اړونده او دغه راز د اراک  ددرندو اوبو د ریئکټر د ماډرنولو  سره اړونده اقداماتو سره اړونده   محدودیتونه هم ودروی .