د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر اصفهان ته راغی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82914-د_ترکیې_د_بهرنیو_چارو_وزیر_اصفهان_ته_راغی
د ترکیې خارجه وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د کتنې لپاره د ایران مرکزي ښار اصفهان ته راورسید.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2019 03:43 Asia/Kabul
  • د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر اصفهان ته راغی

د ترکیې خارجه وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د کتنې لپاره د ایران مرکزي ښار اصفهان ته راورسید.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د اصفهان په شهید بهشتي نړیوال هوايي ډګر کښې د اصفهان د والي او نورو سیمه ایزو چارواکو له تود هرکلي سره مخ شو.

د ایران او ترکیې د خارجه وزیرانو غونډه نن د اصفهان په تاریخي ښار کښې ترسره کیږي او دواړه لوري به په کښې د دوه اړخیزه اقتصادي ملګرتیا د پراختیا په هکله د نظر تبادله وکړي.