دجامعې ایټمی موافقې لورې دې دایران قانونی غوښتنو ته پام وکړی
د ایران داسلامی جمهوریت د ملی امنیت لوړې شورا د مئ په اتمه نیټه دامریکا دغیر قانونی اقدام او د اروپایانو دبدعهدیو په غبرګون کې دیوې اعلامیې په خپرولو سره په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې پاتې هیوادونو ته شپیت ورځې الټی میټم ورکړی څو پخپلو ژمنتیاؤ په تیره بیا د تیلی او بانکی حوزو کې دې په ورکړل شوو وعدو عمل وکړی . که داسې نه وی ،نو ایران به وار د واره خپلې نورې ژمنتیاوې هم ودروی .
فارس خبری آژانس راپورورکړی،دچیندخارجه وزارت ویندوی لوکانګ جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته دایران پابندیو ته په اشارې سره وئیلی دی،د نړیوالې ایټمی موافقې نور لوری دې خپلې ژمنې اجرا او دایران قانونی غوښتنو ته جدی پام وکړی .
د چین دخارجه وزارت ویندوی ددې خبرې په کولو سره چې تر دې دمه د ایټمی انرژۍ نړیوال آژانس هم پخپلو پنځلسو راپورونو کې جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته د ایران پابندی تائید کړې ده،ووئیل،د ایټمی موافقې نور لوری باید ددغې نړیوالې ایتمی موافقې د مادو دحقوقو اوژمنتیاؤ په اجرا کې د انډول ساتونکو ګامونو له لارې دغه غوره او نړیواله موافقه وساتی .
جرمنی،انګلستان او فرانسې له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دامریکا له یو اړخیز اوغیر قانونی وتلو وروسته ژمنه ورکړې ، دایران داقتصادی ګټو په تضمینولو سره دغه موافقه وساتی .دغو هیوادونو د امریکا د اقدام په وړاندې د خولې دشخړې اوسیاسی پلوه له دریدا سره سره ،تردې دمه ددغې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو لپاره د ورکړل شوو ژمنوپه عملی اقداماتو کې څه خاص بریالیتوب نه دی ترلاسه کړی او داسې څه خاص ګامونه ئې هم نه دی پورته کړی .
په همدې اساس،دایران داسلامی جمهوریت د ملی امنیت لوړې شورا د مئ په اتمه نیټه دامریکا دغیر قانونی اقدام او د اروپایانو دبدعهدیو په غبرګون کې دیوې اعلامیې په خپرولو سره ددغې نړیوالې موافقې د ۲۶ او ۳۶ مادوپه اساس د ایران د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ځینو ژمنتیاؤ د درولو خبر ورکړی او په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې ئې پاتې هیوادونو ته شپیت ورځې الټی میټم ورکړی څو پخپلو ژمنتیاؤ په تیره بیا د تیلی او بانکی حوزو کې دې په ورکړل شوو وعدو عمل وکړی . که داسې نه وی ،نو ایران به وار د واره خپلې نورې ژمنتیاوې هم ودروی .