د منامه دپیړۍ معاملې غونډې ترسره کول شرمونکی دی
د بحرین په منامه کی د جون په ۲۵ او ۲۶ نیټه د امریکایی او صیهونیسټی طرحې د اجرا په لړ کی د پیړۍ معاملې غونډه ترسره کیږی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی نن د خبریالانو په ټول کی د منامه د اقتصادی کانفرنس د ترسره کیدا په اړه زمونږ د خبریال د پوښتنې په ځواب کی زیاته کړه د هغه کانفرنس ترسره کول چی په اسلامی نړۍ کې د درز او د فلسطین د ایډیال د هیریدا سبب شی او د فلسطین او قدس د خلکو حقوق خرڅ کړی ، شرمونکی دی . ښاغلی موسوی ټینګار وکړ هغه کانفرنس چی د پیسو په وړاندی سوله مطرحوی ، کومه نتیجه نه ورکوی او په ماتې محکوم دی .
د بحرین په منامه کی د جون په ۲۵ او ۲۶ نیټه د امریکایی او صیهونیسټی طرحې د اجرا په لړ کی د پیړۍ معاملې غونډه ترسره کیږی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی د ایران په حریم د امریکا د جاسوسی الوتکی له تیری وروسته د خارجه وزارت د تعقیبونو په اړه وویل پر سیاسی اقداماتو سربیره ملګرو ملتو ته د شکایت په شمول حقوقی اقدامات هم ترسره شوی دی .