امریکا دې د ایران خلاف بلا لټونه ختمه کړي
په ملګرو ملتو کښې د ایران داسلامي جمهوریت دائمي استازي په دې خبرې سره چې امریکایانو په ځلونو د ایران د هوايي حریم خلاف ورزي کړې ده، وویل: واشنګټن باید د ایران د خلکو خلاف پوځي بلاغوښتنه، اقتصادي ترهګري او جنګ بند کړي.
د ایرنا د خبر له مخې مجید تخت روانچي پرون مازیګر د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ناڅرګندې غونډې ترڅنګ چې د ایران په هوايي حریم کښې د امریکې د جاسوسي الوتکې د نسکوریدو په هکله د امریکې په غوښتنه ترسره شوې وه، څرګنده کړه: دغه ډرون د ایران د هوايي حریم څلور میله دننه نسکور کړی شوی دی.
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران د نړیوالو قوانینو له مخې د امریکې تیري کونکې جاسوسي الوتکه نسکوره کړې ده، وویل: د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ مادې له مخې، د ایران اقدام، روا دفاع ده.
تخت روانچي د امریکې د دباؤ په وجه په دغې غونډې کښې د ایران نه شاملیدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: ایران د یو داسې هیواد په توګه چې د امریکايي الوتکو له خوا یې د هوايي حریم خلاف ورزي شوې وه، حق درلود چې په دغه غونډه کښې ګډون وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې ایران د دې پیښې په هکله داسې نه انکاریدونکي معلومات لري چې امنیت شورا ته یې وړاندې کولی شي.
په ملګرو ملتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي زیاته کړه: ایران هیڅ کله جنګ او هم داشان په فارس خلیج سیمه کښې د شخړې زیاتیدل نه غواړي خو ځیني لوري د دې سیمې لپاره کړکیچ غواړي څو د سیمې یوشمیر هیوادونه د خپلو وسلو اخیستو ته وهڅوي او په سیمه کښې پوځي ګري زیاته کړي چې په یمن کښې هم ډیر ژور جنایتونه په کښې شاملیږي.