جرمنی فرانسه او انګلستان وائی هماغه رازایټمی موافقې ته پابندیوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i82996-جرمنی_فرانسه_او_انګلستان_وائی_هماغه_رازایټمی_موافقې_ته_پابندیوو
د امنیت شورا بیګانۍ ناسته د امریکائی جاسوسی ډرون الوتکې دنسکوریدا دموضوع دسپړلو لپاره چې د واشنګټن په دباؤ سره ترسره شوی له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 25, 2019 08:53 Asia/Kabul
  • جرمنی فرانسه او انګلستان وائی هماغه رازایټمی موافقې ته پابندیوو

د امنیت شورا بیګانۍ ناسته د امریکائی جاسوسی ډرون الوتکې دنسکوریدا دموضوع دسپړلو لپاره چې د واشنګټن په دباؤ سره ترسره شوی له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلې ده .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  په ملګروملتو کې د جرمنی ،فرانسې او انګلستان استازو  د  امریکا دآرکیو ۴ ډوله  ډرون الوتکې  د نسکوریدا په باب  د ملګروملتو دامنیت شورا  له  ناڅرګندې  غونډې وروسته  دیوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره  د جامعې نړیوالې ا یتمی موافقې مادو او  دامنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک  بشپړاجرا ته د خپلو هیوادونو پر پابندۍ ټینګار کړی  او وئیلی ئې دی ،  نړیواله ایټمی موافقه  د نړۍ دثبات  دساتنې او په سیمې کې د تاؤتریخوالی د کمولو لپاره  لازمه ده .

  د جرمنی،فرانسې اوانګلستان استازی  په دغې اعلامیې کې مدعی شوی دی،  هیوادونه ئې د امنیت شورا د۲۲۳۱پریکړه لیک  دبشبړ اجرا لپاهر سخت کار  کوی .

درو  واړو هیوادونو  په دغې اعلامیې کې په فارس خلیج کې د تاؤتریخوالی په زیاتیدو خپله ژوره اندیښنه  هم څرګنده کړې او وئیلی ئې دی ، دایران  په وسیله د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له نسکوریدا وروسته دغه تاؤتریخوالی نور هم زیات شوی دی چې ډیره  د اندیښنې وړ خبره  ده.

د امنیت شورا  بیګانۍ ناسته   د امریکائی جاسوسی ډرون الوتکې  دنسکوریدا دموضوع دسپړلو لپاره  چې د واشنګټن  په دباؤ سره ترسره شوی له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلې ده .

  دغه ناڅرګنده غونډه  په داسې حال کې ترسره شوی چې   دامریکا په دباؤ سره  په ملګروملتو کې  د اسلامی ا یران  دایمی استازی پکې ګډون ونه کړائ شو .  په ملګروملتو کې د اسلامی ایران دایمی استازی مجید تخت روانچی  ددې غونډې په څنډې کې  په دې خبرې په ټینګار سره چې  د امریکائی تیریګر جاسوسی الوتکې نسکوریدا  کې د تهران اقدام د نړیوالو قوانینو په اساس دی،روښآنه کړې،د ملګروملتو د منشور د ۵۱مادې په اساس   دایران  اقدام  یو روا دفاعی ا قدام دی .