جرمنی فرانسه او انګلستان وائی هماغه رازایټمی موافقې ته پابندیوو
د امنیت شورا بیګانۍ ناسته د امریکائی جاسوسی ډرون الوتکې دنسکوریدا دموضوع دسپړلو لپاره چې د واشنګټن په دباؤ سره ترسره شوی له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلې ده .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ په ملګروملتو کې د جرمنی ،فرانسې او انګلستان استازو د امریکا دآرکیو ۴ ډوله ډرون الوتکې د نسکوریدا په باب د ملګروملتو دامنیت شورا له ناڅرګندې غونډې وروسته دیوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د جامعې نړیوالې ا یتمی موافقې مادو او دامنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک بشپړاجرا ته د خپلو هیوادونو پر پابندۍ ټینګار کړی او وئیلی ئې دی ، نړیواله ایټمی موافقه د نړۍ دثبات دساتنې او په سیمې کې د تاؤتریخوالی د کمولو لپاره لازمه ده .
د جرمنی،فرانسې اوانګلستان استازی په دغې اعلامیې کې مدعی شوی دی، هیوادونه ئې د امنیت شورا د۲۲۳۱پریکړه لیک دبشبړ اجرا لپاهر سخت کار کوی .
درو واړو هیوادونو په دغې اعلامیې کې په فارس خلیج کې د تاؤتریخوالی په زیاتیدو خپله ژوره اندیښنه هم څرګنده کړې او وئیلی ئې دی ، دایران په وسیله د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له نسکوریدا وروسته دغه تاؤتریخوالی نور هم زیات شوی دی چې ډیره د اندیښنې وړ خبره ده.
د امنیت شورا بیګانۍ ناسته د امریکائی جاسوسی ډرون الوتکې دنسکوریدا دموضوع دسپړلو لپاره چې د واشنګټن په دباؤ سره ترسره شوی له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلې ده .
دغه ناڅرګنده غونډه په داسې حال کې ترسره شوی چې دامریکا په دباؤ سره په ملګروملتو کې د اسلامی ا یران دایمی استازی پکې ګډون ونه کړائ شو . په ملګروملتو کې د اسلامی ایران دایمی استازی مجید تخت روانچی ددې غونډې په څنډې کې په دې خبرې په ټینګار سره چې د امریکائی تیریګر جاسوسی الوتکې نسکوریدا کې د تهران اقدام د نړیوالو قوانینو په اساس دی،روښآنه کړې،د ملګروملتو د منشور د ۵۱مادې په اساس دایران اقدام یو روا دفاعی ا قدام دی .