روحاني: ايران په سيمه کښې جنګ جګړې نه غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83020-روحاني_ايران_په_سيمه_کښې_جنګ_جګړې_نه_غواړي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: ايران په سيمه کښې جنګ جګړې نه غواړي خو دښمنانو ته په خپلو پولو د تيري اجازه هم نه ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2019 11:22 Asia/Kabul
  • روحاني: ايران په سيمه کښې جنګ جګړې نه غواړي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: ايران په سيمه کښې جنګ جګړې نه غواړي خو دښمنانو ته په خپلو پولو د تيري اجازه هم نه ورکوي.

ولسمشر حسن روحاني نن د کابينې په  غونډه کښې د ايران د خاورې په اوبو د امريکې د جاسوسي ډرون الوتکې تيري ته په اشارې سره وويل، که يو دښمن د ايران په پولو تېرے اوکړي نو د ايران د اسلامي جمهوريت له سرو کرښو تېر شوے دے او ايران ورته مضبوط ځواب ورکوي.

ډاکټر روحاني د دې په بيانولو سره چې بشپړه ايراني دفاعي سېسټم د امريکې جاسوسي ډرون الوتکه رانسکوره کړه، زياته کړه، ايران په سائنس ، ټېکنالوجۍ، صنعت او په فوځي او غېر فوځي برخو کښې ډېر ښه پرمختګونه کړي دي.

هغه همدارنګ د ايران په خلاف د امريکې د حکومت سياستونو ته په اشارې سره وويل، په دې ورځوکښې سپينه ماڼۍ سرګردانۍ شوې ده او د هغې د چارواکو وېناوې او خبرې ناروا او خندونکې دي.

روحاني د اېټمي وسلو ته د ايران د لاسرسائۍ په اړه د امريکې د ولسمشر ادعا ته په اشارې سره واضحه کړه، که ټرمپ ايټمي وسلوته د ايران د لاسرسائۍ په باره کښې اندېښمن دے نو ولې د اسرائيلو د غاصب رژيم په باره کښې چې دغه ټولې اېټمي وسلې لري خاموشي اختيار کړې ده.

د اسلامي ايران ولسمشر د دې په بيانولو سره چې تهران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د فتوې په بنياد او د اېټمي انرجۍ د نړيوال اژانس د رپوټونو له مخې د ايټمي وسلو په لټه کښې نه دے زياته کړه، امريکايانو په خپله ثابته کړه چې خبرې يې بې بنياده او دروغ دي.

روحاني د دې په بيانولو سره چې امريکايانو او  اروپايانو په برجام کښې غلطه لار غوره کړې ده هغوي ته نصيحت وکړ چې په خپل قول او ژمنو دې پابند اوسي.