د نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو لپاره خپلې ټوله هڅې کاروو
دملګروملتو سرمنشی د ایران د ایټمی پرورګرام په باب د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس پنځلسو راپورونو ته په اشارې سره وئیلی دی ،تهران هماغه راز خپلو ایټمی ژمنتیاؤ ته دوام ورکړی او ورته پابنده دی،پر دې اساس دایران په ضد دبندیزونو لغوه کیدا او له دغه هیواد سره د اقتصادی اړیکو اد تجارت عادی کول د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ځینی مهمې برخې دی .
د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی پرون په بروکسل کې دپآکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشی سره په ګډ خبری کنفرانس کې وئیلی دی له ایران سره د اروپا دتجارتی معادلاتو په باب دمالی لاروچارو سسټم اینسټکس دعملی کیدا په حال کې دی او دغه سسټم اوس د روسیې اوچین پشمول د جامعې ایټمی موافقې دنورو غړو هیوادونو او دنړیوالې ټولنې په ملګرتیا سره د اجرا مرحلې ته رسیدلی دی . هغه مدعی شوی دغې اتحادئې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د لاسلیک کولو له وخت راهسې تر نن پورې ددغې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو لپاره خپلې ټوله هڅې کارولی دی .
همدرااز د ملګروملتو دسرمنشی دسیاسی چارو مرستیالې رزمیری ډیکارلو هم پرون د امنیت شورا په غونډې کې د آنتونیو ګوتریش په نیابت په یوه راپور کې وئیلی دی دملګروملتو سرمنشی جامعه نړیواله ایټمی موافقه دډیپلوماسۍ په ډګر کې یوه ستره بریا ګڼی او له دغې نړیوالې ایتمی موافقې دامریکا په وتلو افسوس کوی . دملګروملتو سرمنشی دایران د ایټمی پرورګرام په باب د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس پنځلسو راپورونو ته په اشارې سره وئیلی دی ،تهران هماغه راز خپلو ایټمی ژمنتیاؤ ته دوام ورکړی او ورته پابنده دی ، پر دې اساس دایران په ضد دبندیزونو لغوه کیدا او له دغه هیواد سره د اقتصادی اړیکو اد تجارت عادی کول د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ځینی مهمې برخې دی .