امریکاپه لویدیځی آسیاکې جدی خطرې اوتاؤتریخوالی رامینځةکړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83032-امریکاپه_لویدیځی_آسیاکې_جدی_خطرې_اوتاؤتریخوالی_رامینځةکړی_دی
دایران خارجه وزیر همدرااز دبندیزونو په لیسټ کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود دنامې په شاملولو کې دامریکا اقدام ته په اشارې سره ووئیل ،دامریکا دغه اقدام،له نړیوالو قوانینو سره د هغوی د بشپړ نابلدتیا نښه ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 27, 2019 07:58 Asia/Kabul
  • امریکاپه لویدیځی آسیاکې جدی خطرې اوتاؤتریخوالی رامینځةکړی دی

دایران خارجه وزیر همدرااز دبندیزونو په لیسټ کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود دنامې په شاملولو کې دامریکا اقدام ته په اشارې سره ووئیل ،دامریکا دغه اقدام،له نړیوالو قوانینو سره د هغوی د بشپړ نابلدتیا نښه ده .

 د ایران دا سلامی جمهوریت  خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون ناوخته د افریقا د ورځې د دستورو په څنډې کې په  تهران کې دخبریالانو په ټول کې  پخپلو ګاونډیانو دتیریو  لپاره دایران د نیّت په باب د امریکایانو د ادعا په غبرګون  کې جوته کړې ،ایران هیڅکله  پخپلو ګاونډیانو دتیریو نیّت نه لری.

محمد جواد ظریف  په دې خبرې په ټینګار سره چې  امریکا  په لویدیځی آسیا کې  جدی خطرې او تاؤتریخوالی رامینځةکړی دی ، روښآنه کړې،که  امریکایان خیال کوی   دایران په  حذفولو سره  دلودیځی آسیاسیمې امنیت تامینولی شی ،نو ډیر تیروځی ، ځکه  ددغې سیمې امنیت  ایران ته او   ایران هم ددغې سیمې امنیت ته اړتیا لری . 

 دایران  خارجه  وزیر همدرااز  دبندیزونو په لیسټ کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود دنامې په  شاملولو کې  دامریکا اقدام ته په اشارې سره  ووئیل،دامریکا دغه اقدام ، له نړیوالو قوانینو سره دهغوی د بشپړ نابلدتیا نښه ده . جواد ظریف همداراز د ایران د جامعې ایټمی موافقې  د اقداماتو  په وړاندې د درو اروپائی هیوادونو اعلامیې ته  هم اشاره کړې او وئیلی ئې دی ، اروپائی هیوادونه چې پخپلو ژمنتیاؤ ئې عمل نه دی کړی ،په داسې موقعیّت کې نه دی،چې د ایران په ضد اعلامیه جاری کړی .اسلامی ایران به د پروګرام په اساس،  په نړیوالې ایټمی موافقې کې  دخپلو ژمنو کمولو ته دوام ورکړی او اروپایان او د دغې نړیوالې موافقې نور غړی  دخپلو ژمنتیاؤ په اجرا سره ، دایران اقدامات بیرته  مخکینی پوزیشن ته ستنولی شی .

 داپه  داسې حال کې دی،چې په ملګروملتو کې دایران دایمی استازی مجید تخت روانچی  هم پرون ددغې موسسې  دامنیت شورا په غونډې کې  چې  د ۲۲۳۱پریکړه لیک  د اجرا د څرنګوالی  د ارزونې په باب  جوړه شوې وه ، زیاته کړې ، دایټمی انرژۍ  نړیوال آزانس تر دې دمه پخپلو پرله پسې پنځلسو  راپورونو کې  جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته دایران بشپړ او دوامداره پابندی تائید کړې ده ، البته  دغې نړیوالې ایټمی موافقې ته د نورو لورو دژمنتیا  اجرا هم  ددغې موافقې  بل روکن دی ، له جامعې ایټمی موافقې  دامریکا وتل  او د بندیزونو بیرته اعمالولو  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د ایران  ګټه پورته کول  له مینځه وړی دی او په داسې  موقعیّت کې داروپائی لوری پخپلو ژمنو عمل نه کول هم د افسوس خبره ده .

تخت روانچی همدرااز ددې خبرې په کولو سره چې  امریکا  په بې شرمې اوسپین سترګیتوب سره   نور حکومتونه ګواښی ، چې د  ۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف ورزی وکړی ،ګنی وبه رټل شی ، روښانه کړې ،د امنیت شورا دیوه  دایمی غړی دغه غیر مسئولانه چلند په ۲۲۳۱پریکړه لیک  یو ښکاره ګوزار دی  او  په امنیت شورا  د اعتماد اوډاډمنیدا د له مینځه وړلو لامل کیږی .

 داپه داسې حال کې دی ، دملګروملتو دامنیت شورا  له ناستې وروسته  د اروپائی اتحادئې  او د پولینډ، انګلستان، فرانسې ،جرمنی ، بیلجیم استازو  دیوې اعلامیې په  خپرولو سره  روښانه کړې ده ،  له  نړیوالې ایتمی موافقې د امریکا وتل  او  دایران  دتیلو داخستو د بخښل کیدا  نه تمدیدول ، په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې او د ملګروملتو د امنیت دشورا په ۲۲۳۱پریکړه لیک کې  د انځور شوو موخو ته درسیدا ستر خنډ شوی دی