د ایران د چنګاښ د شپږمې نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83033-د_ایران_د_چنګاښ_د_شپږمې_نیټې_ځینې_مطبوعات
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمایلی دی چی د خبرو اترو وړاندیز د زمونږ د ملت د بی وسلې کولو لپاره د امریکا فریب او دوکه ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2019 07:35 Asia/Kabul
  • د ایران د چنګاښ د شپږمې نیټې ځینې مطبوعات

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمایلی دی چی د خبرو اترو وړاندیز د زمونږ د ملت د بی وسلې کولو لپاره د امریکا فریب او دوکه ده

 

جمهوری اسلامی

 

د ایران درستو ورځپاڼو په شان جمهوری اسلامی ورځپاڼۍ هم د قضاییه قوی او د دغې قوې له نورو یو شمیر مسولانو سره په کتنه کی وفرمایل د خبرو اترو وړانديز د ايران د ملت بې وسلې کولو او د اقتدار د عواملوختمولو لپاره د امريکا دوکه ده .

 

داسلامی ایران ولسمشر روحانی د فرانسي ولسمشر مکرون ته ّپه خطاب کی ویلی دی چی د ایټمی موافقې په اړه په هیڅ شرایطو کی بیا خبرې نه کوو . ورځپاڼه لیکی چی د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی له خپل فرانسوی هم څنګ ماکرون سره په ټیلی فونی تماس کی د دې خبرې په کولو سره چی اسلامی ایران په سیمه کی د تاوتریخوالی له زیاتولو سره هیڅ دلچسپۍ نلری او هیڅکله د امریکا په شمول له هیڅ هیواد سره په جنګ پسې ندې  ټینګار وکړ که امریکایان خپلو تیریو ته دوام ورکړی نو د ایران وسله وال ځواک به له هغو سره په مقابله کی پریکنده چلند وکړی .

ښاغلی روحانی امریکا په سیمه کی د تاوتریخوالی د سختولواو رامینځته کولو مسوله او عامله وبلله  او جوته یې کړه د امریکا جاسوسی الوتکه د ایران د هوایی حریم له خلاف ورزۍ او څو ځله خبرداری ته له پامه پرته نسکوره شوی ده .

د اسلامی ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چی که ایټمی موافقه د ټولو لورو لخوا په بشپړه او سمه اجرا شوی وای نو نن به په سیمه او نړۍ کې د مثبتو او ښو بدلونونو شاهدان وو ، وویل بی شکه له ایټمی موافقې په یو اړخیزه وتلو کی د ټرمپ اقدام د امریکا ، اروپا او ایران د خلکو په تاوان او له سیمه ایزو او نړیوالو ګټو سره مخالفت دی .

ښاغلی روحانی پر دې په ټینګار سره چی ایران به په هیڅ شرایطو کی د هغې موافقې لپاره چی د دوکلونو د خبرو اترو په نتیجه کی ترلاسه شوی ، بیا خبرې اترې ونکړی ، دوام ورکړ امریکایانو د نړیوالو قوانینو په اپوټه او د ایرانی ملت د بایکاټ په سختولو سره ثابته کړه چی په هیڅ وجه د مسلو د اواری غوښتونکی ندی .

ایران چین ته د امریکا د معافیتونو له لغوه کولو وروسته د تیلو لومړنۍ محموله وسپارله .

شمالی کوریا وایی چی امریکا ته نه تسلیمیږو .

د روسیې د ولسمشر پوتین  استازی ویلی دی چی د ایران پرضد به د امریکا د هر ډول غیر مسولانه اقدام په بڼه کی د تهران په څنګ کی ودریږو .

د امریکا د کانګرس اتیا استازو د ټرمپ د څنګته کیدا او محاکمه کولو غوښتنه وکړه .

 

اطلاعات

 

د ایران درستو ورځپاڼو په شان اطلات ورځپاڼۍ هم د ولایت د اسمان د شپږم ځلانده ستوری او جعفری مذهب مشر حضرت امام جعفر صادق علیه سلام د شهادت په درشل کی تسلیت وړاندی کړی دی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمایلی دی چی د خبرو اترو وړاندیز د زمونږ د ملت د بی وسلې کولو لپاره د امریکا فریب او دوکه ده .

په تهران کی د جهاد اسلامی غورځنګ استازی ابوشریف ویلی دی چی د پیړۍ معاملې هدف له صیهونیسټ رژیم سره د عربانو د اړیکو  عادی کول دی .

د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسولی میرمن موګرینی ویلی دی چی اینسټکس عملیاتی کولو ته چمتو دی .

 

د امریکا خارجه وزیرکابل ته ناڅاپي سفر وکړ. ورځپاڼه په دې هکله لیکی چی رسندویو افغانستان ته دپمپیو د سفر خبر هغه وخت خپور کړ چی هغه له دغه هیواده وتلی او هندوستان په لور روان شوی وو .

خو په هندوستان کی هم خلکو د پمپیو د سفر په اعتراض کی مظاهرې کړی  دی .

د هند خلکو په دغو مظاهرو کی د کیوبا ، وینزویلا ، سوریې ، یمن ، فلسطین او اسلامی ایران پرضد د امریکا غلیمانه سیاستونه وغندل . مظاهرچیانو همداراز له مودی هم وغوښتل چی د امریکا دباونو ته تسلیم نشی .

پاکستان دفلسطینیو کډوالو بشپړ ملاتړ کوی . په ملګروملتو کې د پاکستان استازې میرمن ملیحه لودهی  د فلسطینیو  کډوالو  په چارو کې د مرستندویه  او کارکسب موندونکی د ادارې  په مالی ملاتړ  دپاکستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ او وې وئیل  داسلام اباد حکومت  دفلسطین دملت  آئیډیاؤ ته پابند دی . په ملګروملتو کې د پاکستان دایمی استازې  همداراز  خپل وطن ته د فلسطینو کډوالو  دبیرته ستنیدا  په ضرورت ټینګار وکړ. د صهیونیسټ وحشی رژیم  په لاس د  دفلسطینیانو د ټاټوبی  دنیواک له امله  څه دپاسه پنځه میلیون فلسطینیان نورو هیوادونو ته کډه شوی دی . په داسې حال کې چې  دامریکا صهونیسټی دسیسې په اساس  دپیړۍ دمعاملې د  اجرا  دلومړنۍ مرحلې په  توګه دبحرین په منامې کې د فلسطین د آئیدئیل په خلاف   تش په نامه  اقتصادی غونډه  روانه ده ،  دپاکستان  ډیپلوماټانو ، متفکرانو  او سیاستوالانو  پرون په اسلام اباد کې  د پیړۍ دمعاملې  په موضوع سره  په یوه سیمنار کې  وئیلی دی ، د پیړۍ  معاملې  پلان  د امریکا او صهونیسټ رژیم یو  داسې ګډ پلان دی چې  د فلسطنیانو لپاره هیڅ ګټه نه لری او یوازې د قدس د نیواکګر رژیم  دګټو دساتلو لپاره یوه سپیره دسیسه  ده .

 

جوان

 

د اسلامی ایران خارجه وزیر ظریف ویلی دی امریکاپه لویدیځی آسیاکې جدی خطرې اوتاؤتریخوالی رامینځةکړی دی .

نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو تر څنګ په یوه سرلیک کی لیکلی دی چی د فلسطین په څټ کی عربی خنجر ، چی د ورځپانۍ مطلب په منامه کی د پیړۍ د معاملی د غونډې ترسره کولو ته ده .

ماسکو وایی چی ایران د امریکا د پوخی اقدام په وړاندی یوازې نه پریږدو .

دافغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ځینې نوماندان د سرپرست حکومت غوښتنه کوي . د ولسمشریزو ټاکنو د یو شمېر نوماندانو شورا د اعتراض په ډول ناسته ترسره کړه؛ په ناسته کې ټینګار وشو چې، سرپرست حکومت دې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کړي.

يمنيانو دعربستان  په جيزان کښې په پوځي مرکز بيا توغندوی حمله کړی ده . په دغو عملياتو کښې يو د سعودي تيري ګر ائتلاف يو شمېر پوځيان هلاک يا ژوبل شوی دی .

اسماعیل هنیه وایی فلسطین د خرڅولو ندې . د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه د بحرین د کانفرنس په باطل بللو سره ټینګار وکړ چی فلسطین د خرڅولو ندې . هنیه وویل د بحرین کانفرنس په اقتصادی پوښښ سره یو سیاسی کانفرنس دی چی هدف یې د فلسطین د مسلې له مینځه وړل دی .