د اروپائی هیوادونویادداشت له نړیوالې ایټمی موافقې سره سمون نه خوری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83046-د_اروپائی_هیوادونویادداشت_له_نړیوالې_ایټمی_موافقې_سره_سمون_نه_خوری
داسلامی جمهوریت خارجه وزیر پخپل ټولنیز پیغام کې هم د امریکا ولسمشر ټرمپ ته په خطاب کې وئیلی دی،بندیزونه دجنګ جانشین نه ،بلکه پخپله جنګ دی . له ایران سره لنډ جنګ یو توَهّم دی . هرچا جنګ پیل کړ نو دهغه پای به ئې پخپل اختیار کې نه وی ، خبرې اترې او دړکې په یوځای هیڅ ګټه نه لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 28, 2019 00:39 Asia/Kabul
  • د اروپائی هیوادونویادداشت له نړیوالې ایټمی موافقې سره سمون نه خوری

داسلامی جمهوریت خارجه وزیر پخپل ټولنیز پیغام کې هم د امریکا ولسمشر ټرمپ ته په خطاب کې وئیلی دی،بندیزونه دجنګ جانشین نه ،بلکه پخپله جنګ دی . له ایران سره لنډ جنګ یو توَهّم دی . هرچا جنګ پیل کړ نو دهغه پای به ئې پخپل اختیار کې نه وی ، خبرې اترې او دړکې په یوځای هیڅ ګټه نه لری .

زمونږخبریال راپور راکړ  داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د درو اروپائی هیوادونو  د یادداشت په غبرګون کې  داروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې ته  په یوه لیک کې ټینګار کړی ، ددغه یاددښت  محتوا  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې سره  په تضاد کې ده .

جواد ظریف فډریکا موګرینی ته په دغه لیک کې  په نړیوالې  ایټمی موافقې  او دغه راز د دغې نړیوالې موافقې  د غړو حکومتونو دخارجه وزیرانو په ورپسې اعلامیو  کې د خپلوژمنو په پاتکیدو کې  د اروپائی لورو ډیر اساسی موردونه او لټۍ په ګوته کړی دی .

Image Caption

 

 دایران دخارجه وزیر په لیک کې دغه راز  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې   دمتن په استناد  او  له ګډ کمیشن   غږملونکی سره  دایران د رسمی  مکاتبو  ته اشاره شوی او  د نړیوالې ایټمی موافقې  دځینو ژمنتیاؤ د  اجرا  د کلی یا جزئ  درولو لپاره ئې پر خپل حق ټینګار کړی دی .

  داسلامی ایران خارجه وزیر  په دغه لیک کې یو ځل بیا   د دغې نړیوالې ایټمی موافقې پر  لورو واضحه کړې ده ،  د جامعې ایټمی موافقې  دساتلو لپاره  یوازینۍ لاره  دا ده چې  مقابل لوری پخپلو ژمنتیاؤ  عمل وکړی  .

 جواد ظریف زیاته کړې ، اسلامی ایران د ژمنتیاؤ داجرا ددریدا پشمول   ددغې نړیوالې ایټمی موافقې  په مادو کې  د خپلو حقوقو د استفادې لپاره   جدی دی  او په دغې لاررې کې به  هیڅ ډول سیاسی دباؤنه ونه منی .

 همداراز  دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر  پخپل ټولنیز پیغام کې  د امریکا ولسمشر ټرمپ ته په خطاب کې هم وئیلی  دی ،  بندیزونه دجنګ جانشین  نه  ،بلکه پخپله جنګ دی .  له ایران سره لنډ جنګ   یو توَهّم دی . هرچا جنګ پیل کړ  نو دهغه پای به ئې پخپل اختیار کې نه وی ، خبرې اترې او دړکې په یوځای  هیڅ   ګټه نه لری .