جامعه نړیواله ایټمی موافقه باید وساتل شی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83047-جامعه_نړیواله_ایټمی_موافقه_باید_وساتل_شی
ټاکل شوې ده د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ګډکمیشن تر ټولو وروستۍ غونډه نن په ویانا کې د ۴+۱ډلې د مرستیال خارجه وزیرانو او سیاسی مدیرانو په شتون سره جوړه شی .
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Jun 28, 2019 05:33 Asia/Kabul
  • جامعه نړیواله ایټمی موافقه باید وساتل شی

ټاکل شوې ده د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ګډکمیشن تر ټولو وروستۍ غونډه نن په ویانا کې د ۴+۱ډلې د مرستیال خارجه وزیرانو او سیاسی مدیرانو په شتون سره جوړه شی .

 ورئیټرز خبری آژانس راپورورکړ د فرانسې اوجرمنی دفاع وزیرانو فلورنس پارلی او اورسلافونډرلاین  او  دناټو یوشمیر غړو هیوادونو  ددفاعی چارو وزیرانو   په بروکسل کې  ددغې موسسې  په غونډې کې  د  امریکا د دفاع وزارت د سرپرست  مارک اسپر  په شتون کې  وئیلی دی ،  له ایران سره  جامعه نړیواله ایټمی موافقه باید وساتل شی او  باید له خطرې سره مخ نشی .

Image Caption

 

Image Caption

 

 په همدې اړه د  فرانسې  ولسمشر  آمانوئل ماکرون هم  په جاپان کې په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،هڅه به وکړی  څو دامریکا  ولسمشر ټرمپ قانع کړی ، چې  نړیوالې ایټمی موافقې ته په بیرته ستنیدا کې د هغه ګټه ده . ټاکل شوې ده  ماکرون په جاپان کې د  جې اته ډلې  دسرمشرې په څنډې کې له ډونالډټرمپ سره وګوری .

له دې سره په یووخت د امریکا په خارجه وزارت کې  دایران په ضد د ایکشن کمیټې  مشر برایّن هوک هم بیګا په یولړتکراری  او سپکو  څرګندونو کې  وئیلی دی ، ایران  له دې پرته چې د واشنګټن  بندیزونو ته توجه وکړی  باید  په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې پاتې شی .

   داپه داسې حال کې دی چې  د  ایران ،روسیې او چین  استازو بیګا  په ویانا کې د جامعې  نړیوالې ایټمی موافقې  د ګډ کمیشن د بدلونونو   د ارزونې په خاطر درې اړخیزه غونډه جوړه کړې ده چې دایران  مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی پکې  شتون درلودلی دی .

 ټاکل شوې ده  د  جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د ګډکمیشن  تر ټولو وروستۍ  غونډه نن  په ویانا کې د ۴+۱ډلې  د مرستیال خارجه وزیرانو او سیاسی مدیرانو په شتون سره جوړه شی .