د شطرنج ايرانۍ لوبغاړه جينۍ د اېشيا اتله شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83056-د_شطرنج_ايرانۍ_لوبغاړه_جينۍ_د_اېشيا_اتله_شوه
ايرانۍ لوبغاړه جينۍ د اېشيا د مدرسو د شطرنج د اتلولۍ په سياليو کښې د سرو مېډال تر لاسه کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2019 07:46 Asia/Kabul
  • د شطرنج ايرانۍ لوبغاړه جينۍ د اېشيا اتله شوه

ايرانۍ لوبغاړه جينۍ د اېشيا د مدرسو د شطرنج د اتلولۍ په سياليو کښې د سرو مېډال تر لاسه کړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې د اېشيا د مدرسو د اتلولۍ د بلېټس برخې د شطرنج په سياليو کښې له اولس کلنۍ نه په کم عمر جينکو کښې مېرمن نشميل کلوندي په اوو سياليو کښې د شپږو امتيازونو په ګټلو سره د اېشيا اتله شوه.

له نهه کلنۍ کم عمر هلکانو په برخه کښې هم د شطرنج يو بل ايراني لوبغاړي هلک امير حسان جلالوند د پينځو امتيازونو په ترلاسه کولو سره د زيړو مېډال ترلاسه کړ.

مېرمن نشميل کلوندي، محمد نعيم کلوندي او امير حسام جلالوند د سياليو په دغه دوره کښې د ايران د شطرنج د نمائندګانو په توګه په ټول کښې د سرو د دوو، د سپينو د يو او د زيړو د دوو مېډالونو په ګټلو کښې کامياب شول.

د اېشيا د مدرسو د اتلولۍ د بلېټس برخې د شطرنج سيالۍ پرون د ازبکستان په تاشکند ښار کښې ختمې شوې.