د ويانا غونډه او برجام، د اروپا د عمل د خپلواکۍ ضرورت
د برجام ايټمي موافقې د ساتنې په خاطر د عملي اقداماتو د ترسره کولو لپاره اروپائي هېوادونو ته د ايران د شپېتۀ ورځني فرصت د خاتمې په نزدې کېدو سره د ايران ډېپلومېسي له سياسي او اقتصادي دباونو نه وراخوا د ايران د اسلامي جمهوريت ملي ګټې تعقيبوي.
د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال عباس عراقچي د آسټريا په پائتخت ويانا کښې د برجام د ګډکمېشن د نننۍ غونډې له جوړېدو نه مخکښې وويل، په برجام کښې باقي پاتې هېوادونو له دغې موافقې څخه د امريکې د وتلو تلافي ونه کړې شوه.
هغه وخت چې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نېټه له برجام ايټمي موافقې څخه د وتلو فرمان جاري کړ، اروپايانو له ايران سره په تماس کښې له تهرانه وغوښتل چې په برجام کښې دې باقي پاتې شي چې د نړيوالې ډېپلومېسۍ کاميابي له منځه لاړه نه شي.
نن د ايران له روغ نيت او ډېپلومېسۍ څخه څه د پاسه يو کال موده تيريږي خو اروپايانو يوازې د اعلاني سياست په مرحله کښې له برجام موافقې څخه ملاتړ کړے دے.
له برجامه د امريکې د وتلو د لګښت د تلافي کولو لپاره اورپايانو ته د ايران فرصت يو کلن شوے دے او اورپايان هم هغه شان د برجام د ساتنې لپاره د خپلو وعدو د پوره کولو لپاره بې وسه دي.
د ايران زغم او ډېپلومېسۍ ته فرصت ورکولو له برجامه د تهران ګټې پوره کړې نه دي او په همدې بنياد ايران له برجامه د امريکې د وتلو په يو کلنۍ موده کښې د جون د روانې مياشتې په اتمه نېټه په خپلو دوو برجامي ژمنو عمل اودروۀ.
د ايران دغه اقدام يو هغه ميکانيزم دے چې په برجام کښې خپله د دغې موافقې د لورو هېوادونولخوا په نظر کښې نيول شوے دے او د ايران د برجامي ژمنو کمونه د دغې موافقې د خلاف ورزۍ په معنا نه ده.
په داسې حالاتو کښې د خپلو برجامي ژمنو په بشپړه توګه پوره کولو لپاره په ايران د اروپايانو دباو يوه غېر منطقي تګلاره ده او د خپلو ژمنو په عملي کولو کښې د برجام د نورو لورو هېوادونو کوتاهي د برجام د خلاف ورزۍ په معنا ده.
په همدې لړ کښې په ملګرو ملتو کښې د ايران استازي مجيد تخت روانچي د زيارت په ورځ له برجامه د امريکې له وتلو وروسته د اروپايانو د کوتاهۍ په باره کښې وويل، اروپايان د برجام د خلاف ورزۍ مرتکب شوي دي او هغه هېوادونه چې د برجام د پوره او رغانده اجرا کولو ژمنه يې کړې ده پکار دي عمل پرې وکړي.
په همدې لړ کښې د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف هم د زيارت په ورځ د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست مشرې فيډريکا موګريني ته په يو ليک کښې د خپلو برجامي ژمنو په پوره کولو کښې د اروپا د کوتاهۍ په بيانولو سره وليکل، د ځينو برجامي ژمنو کلي يا جزئي اودرونه د ايران حق دے.
بې له شکه که د برجام د ګډ کمېشن ننۍ غونډه د اروپايانو له عملي اقداماتو سره مله نه شي نو ايران به د روان ميلادي کال د جولائۍ په اتمه نېټه د خپلو برجامي ژمنو د کمولو دويم ګام په پرېکنده توګه اوچت کړي.
د اېنسټېکس په نامه د مالي لارې چارې عملي کولو په شمول د اروپايانو د هر ډول عملي اقدام پکار دي په برجام کښې د ايران اقتصادي ګټې په بشپړه توګه پوره کړي ګني د دې په غېر صورت کښې به د برجام د هر ډول ناکامۍ او ختمېدو ذمه واري د دغې نړيوالې موافقې د نورو لورو په خاصه توګه د اورپايانو په غاړه وي.
---------