د اروپا دمالی لاروچارواینسټکس معاملات اجرائی شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83070-د_اروپا_دمالی_لاروچارواینسټکس_معاملات_اجرائی_شوی_دی
عباس عراقچی په دې خبرې په ټینګار سره چې اروپائی هیوادونه باید دایران د تیلو پیر پلور موضوع په جدی توګه په نظر کې ونیسی ، زیاته کړې ، د اراک د ریئکټر د موضوع په باب هم پرمختګونه شوی او ټولو غړو ژمنه کړې ده چې په مشخص شوی مهال ویش کې ددغه نوی ریئکټر جوړیدا پای ته ورسوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 29, 2019 01:53 Asia/Kabul
  • د اروپا دمالی لاروچارواینسټکس معاملات اجرائی شوی دی

عباس عراقچی په دې خبرې په ټینګار سره چې اروپائی هیوادونه باید دایران د تیلو پیر پلور موضوع په جدی توګه په نظر کې ونیسی ، زیاته کړې ، د اراک د ریئکټر د موضوع په باب هم پرمختګونه شوی او ټولو غړو ژمنه کړې ده چې په مشخص شوی مهال ویش کې ددغه نوی ریئکټر جوړیدا پای ته ورسوی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د اسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د ګډ کمیشن  دغونډې په باب چې بیګا په ویانا کې ترسره شوی ،   دخبریالانو په ټول کې ووئیل ، که څه هم درو اروپائی هیوادونو  د اینسټکس  نظام  په باب یو لړ اقدامات  ترسره کړی  دی ، خو  دغه اقدامات تر دې دمه  د ایران  له غوښتنو سره ډیر واټن لری .

 عراقچی همداراز  ددې خبرې په کولو سره چې  له نورو لورو سره موافقه شوې څو   د خارجه وزیرانو په سویه  د  ایټمی موافقې  دګډ کمیشن  غونډه ترسره شی ، ووئیل،دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  په باب د تهران ددریځ دبدلولو لپاره  په دغو خبرواترو کې ترسره شوی پرمختګ  کافی نه دی .

 د ایران مرستیال خارجه وزیر ووئیل   نور اروپائی هیوادونه هم دلچسپی لری څو  د  ونډه لرونکو په توګه  له دغه مالی میکانزم سره یو ځای شی ،  اوس اینسټکس نظام پر درستو اروپائی هیوادونو پرانیستل شوی  او دوی  له دې لارې  له ایران سره معامله کولی شی .